د لاسرسي لېنکونه

د امریکا دفاع وزیر وايي، روسیه د سړې جګړې په پرتله د لازیاتو اټمي وسلو ځای پر ځای کولو ته لېوالتیا لري.

اشټون کارټر د دوشنبې په ورځ په شمالي ډاکوټا کې د امریکا د هوايي ځواک په اډه کې د وینا پر مهال پر مسکو تور ولګاوه چې د زیاتو اټمي تمرینونو په ترسره کولو او د اټمي وړتیاوو په اړه په لفاظۍ سره غواړي د خپل اټمي قدرت ننداره وړاندې کړي.

د پنټاګون مشر زیاته کړه چې اوس مهال د دوهمې نړیوالې جګړې په څېر د لویو اټمي بمونو د کارولو خطر نه‌شته بلکې خطر دا دی چې د مثال په ډول د روسیې او شمالي کوریا په څېر هېوادونه د کوچنیو اټمي بمونو په کارولو لاس پورې کړي.

د اټمي وسلو په برخه کې د روسیې نویو اقداماتو د اټمي وسلو د کارولو د مخنیوي تړون د دوام په برخه کې د ځینو هېوادونو اندېښنې پارولې دي.

XS
SM
MD
LG