د لاسرسي لېنکونه

د فارین پالیسې خپرونې "په افغانستان کې ماتې" تر سرلیک لاندې په خپلې وروستۍ ګنې کې یوه لیکنه خپره کړې ده.

د لیکنې په وینا د امریکا متحدو ایالتونه او د ایساف شریکان یې په افغانستان کې په تېره یوه نیمه لسیزه کې د طالبانو خلاف جګړه پر مخ وړي خو طالبان پرله‎پسې له یو کاله بل ته پیاوړې شوي دي.

فارین پالیسې خپرونه په دې اړه د امریکا د حکومت هغې تغیرنه منونکې پالیسۍ ته اشاره کوي چې له مخې یې هڅه کېږي څو امریکا بالاخره په افغانستان کې د منلو وړ یوه نتیجه ترلاسه کړي.

خپرونه وايي:

امریکا د افغانستان د جګړې د پیل پرمهال د طالبانو د څرګندې ماتې غوښتنه لرله، خو د څو کلونو په تېرېدو چې د دې هدف امکان تر پوښتنې لاندې راغی.

د امریکا متحدو ایالتونو تر دې یو څه منځ لاری هدف وټاکه او هغه دا چې افغانستان د یو داسې دفاعي ځواک په لرلو د طالبانو په وړاندې پریږدي چې وکولای شي د خپل هېواد دفاع وکړي.

خو د خپرونې په وینا په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د پاتې کېدو د مودې غځول د دې هېواد په وړاندې د امریکا د متحدو ایالتونو د تعهد څرګندوی دي.

فارین پالیسي په دې برخه کې د ولسمشربارک اوباما هغې پریکړې ته هم اشاره کړې چې د جولای په میاشت کې یې اعلان کړه.

د دې پریکړې له مخې به د امریکا راتلونکې ولسمشرته په افغانستان کې ۱۰ زره امریکايي سرتیري په میراث پاتې وي.

ګلوبل وایسیز:

د ګلوبل وایسیز خپرونې چې د لیکوالو او خبریالانو یوه نړیواله شبکه ده په خپلې ویب‎پاڼې کې یوه لیکنه کړې چې سرلیک دی”د افغانستان سره د مینې نهه سببونه“

د خپرونې په وینا د افغانستان د نوم اورېدل له دې هېواده بهر ښايي د ځینو په زړونو کې وېره پیدا کړي.

ځیني بیا د افغانستان نوم له جګړې او طالبانو سره تړلی ګڼي. خو دا هېواد په څو ځانګړو دلایلو د خپلو جګړه ځپلو خلکو لپاره د الهام او عزم سرچینه ده.

په لیکنه کې په دې اړه ۹ دلایل یاد شوي دي.

لیکوال وايي، افغانستان د نړۍ په سطحه پنځم ځوان هېواد دی، یعنې د دې هېواد د وګړو په سلو کې اته شپیته یې له پنځه ویشت کلنۍ کم عمر لري چې دا مسئله هیله بخښونکې ده.

ګلوبل وایسیز د افغانستان سره د مینې بل دلیل دا ګڼي چې د هرڅه یو ترکېب دی.

خپرونه په دې برخه کې بېلابېلو کلتوري میراثونو، ژبو، بېلابېلو سیمه ییزو خوړو، بېلابېلو دودونو او عنعناتو، د موسیقۍ جلاجلا وسیلو او مختلفو ژویو ته اشاره کوي.

د لیکنې لیکوال د افغانانو میلمه پالنه د دې هېواد د په زړه پورې والی بل دلیل بللی دی.

لیکوال همدارنګه د خلکو ترمنځ د اختلافاتو سربېره د هېواد پالنې احساس ته اشاره کوي او د دوی د ژوند ساده بڼه بله خوږلني ګڼي چې افغانستان په زړه پورې کوي.

ګلوبل وایسیز د افغانستان په ټولنه کې د ښځو پراخیدونکې رول هم د یوې ښې ځانګړنې په توګه یادوي او ښونځیو ته د تلونکېو ماشومانو په شمېرکې زیاتوالی د دې هېواد سره د مینې یو بل سبب په ګوته کوي.

خپرونه د افغانستان خوندورې میوې او معدنې زیرمې هم یادوي.

XS
SM
MD
LG