د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۶

د کلېنټن او ټرمپ تر منځ مناظره کې د دوی د انتقادونو ژبه تنده وه


د متحده ایالاتو د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ډموکراټ او جمهوري غوښتونکي ګوند کاندیدانو هېلري کلېنټن او ډونالډ ټرمپ نن په خپله لومړنۍ ټلوېزیوني مناظره کې ګډون وکړ.

په دې مناظره کې د امریکا له کورنیو مسایلو نیولې تر نړیوالو اړیکو پر بېلابېلو مسایلو د دواړو کاندیدانو نظریات وپوښتل شول.

که څه هم مناظره په ښه فضا کې پیل شوه خو ډېر ژر دواړو کاندیدانو یو بل ته ترخې خبرې وکړې، مېرمن کلېنټن خپل جمهوري غوښتونکی سیال د ولسمشرۍ لپاره د لازم طبیعت او اعتبار په نه‌لرلو تورن کړ او ټرمپ‌یې هغه غولوونکی شخص وباله چې د ولسمشر په توګه د غوره کېدو لپاره ګډې وډې خبرې کوي.

ټرمپ مېرمن کلېنټن هغه ځانګړې سیاستواله وبلله چې خبرې ډېرې او عمل هېڅ نه‌کوي او ښې خبرې کوي خو کار یې معلوم نه‌دی.

ټرمپ مېرمن کلېنټن هغه ځانګړې سیاستواله وبلله چې خبرې ډېرې او عمل هېڅ نه‌کوي.
ټرمپ مېرمن کلېنټن هغه ځانګړې سیاستواله وبلله چې خبرې ډېرې او عمل هېڅ نه‌کوي.

دواړو کاندیدانو د ماليې په برخه کې پر خپلو پروګرامونو رڼا واچوله چې ښاغلي ټرمپ تر ډېره د لویو بزنسونو د مالیو پر کمولو او مېرمن کلېنټن د منځني طبقې د اقتصاد د پیاوړي کولو پر نظریو تمرکز وکړ.

ټرمپ په سلو کې له ۴۵ څخه په سلو کې پنځلسو ته پر لویو بزنسونو د مالیو د کمولو ژمنه وکړه خو مېرمن کلېنټن په مقابل کې استدلال وکړ چې د منځنۍ طبقې د اقتصاد د پیاوړي کولو لپاره مالیې باید لوړې پاتې شي.

د ملي امنیت په مسایلو کې مېرمن کلېنټن د روسیې له‎خوا د امریکا سایبر یا انټرنېټي امنیت ته د ورپېښ ګواښ په اړه خبرې وکړې.

هغې پر ټرمپ تور ولګاوه چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین‌یې هڅولی دی چې پر امریکايي اهدافو سایبر یا انټرنېټي حملې وکړي.

مېرمن کلېنټن زیاته کړه:

"وینو چې د دولتونو او دولتي ادارو له‎خوا د سایبر په وسیله حملې کېږي. په دې لړ کې وروستۍ او تر ټولو لانجمنه حمله د روسیې له‎خوا وشوه. هېڅ شک نه‌شته چې روسیې زموږ د هېواد پر ټولو ادارو سایبر حملې کړي دي او زه له دې کبله ډېره اندېښمنه یم."

مېرمن کلېنټن ټرمپ د روسیې په پلوي تورن کړ خو ټرمپ په ځواب کې وویل، کېدای شي دا سایبري حملې روسیې نه بلکې چین یا نورو هېوادونو کړې وي.

مېرمن کلېنټن ټرمپ د روسیې په پلوي تورن کړ
مېرمن کلېنټن ټرمپ د روسیې په پلوي تورن کړ

مېرمن کلېنټن ژمنه وکړه چې په ختیځه اروپا کې د ناټو او امریکا د متحدانو ملاتړ به وکړي خو ټرمپ وویل، امریکا باید د نړیوال پولیس دنده ترسره نه‎کړي.

ښاغلي ټرمپ پر ډموکراټ ګوند تور ولګاوه چې له عراقه د امریکايي سرتېرو په ایستلو سره‌یې د اسلامي دولت ډلې یا داعش رامنځته کېدو ته زمینه برابره کړه.

ښاغلي ټرمپ زیاته کړه:

"ولسمشر اوباما او د بهرنیو چارو وزیرې هېلري کلېنټن په هغه طریقه چې امریکايي ځواکونه له عراقه واېستل یوه تشه رامنځته کړه. په هغه طریقه چې دوی له عراقه سرتېري واېستل یوه فاجعه وه او په نتیجه کې داعش ډله جوړه شوه. دا ډله به نه‌وی رامنځته شوې که دوی هلته لږ تر لږه ۱۰ زره یا تر هغه زیات سرتېري پرېښي وی."

۶۸ کلنه هېلري کلېنټن او ۷۰ کلن ډونالډ ټرمپ د انتخاباتي کمپاینونو پر مهال هم پر یو بل سخت انتقادونه کول.

ټرمپ مېرمن کلېنټن کږه یا دروغجنه هېلري بلله او مېرمن کلېنټن په مقابل کې ویل چې ټرمپ د ولسمشرۍ لپاره لازم فطرت او طبیعت نه‌لري، خو په نننۍ مخامخ مناظره کې پر یو بل د دوی انتقادونو ژبه نوره هم تنده شوه او په څو مواردو کې د مناظرې کوربه مداخلې ته اړ شو.

ټرمپ او کلېنټن په مناظره کې
ټرمپ او کلېنټن په مناظره کې

دا مناظره د نیویارک په هوفسترا پوهنتون کې په داسې حال کې ترسره شوه چې د امریکا د ولسمشرۍ انتخاباتو ورځې ته چې د نومبر اتمه نېټه ده څه کم یوه نیمه میاشت پاتې ده.

اټکل کېږي چې شاوخوا نوي میلیونه خلکو به دا ټلوېزیوني مناظره په ژوندۍ بڼه لیدلي وي.

د ولسمشرۍ د انتخاباتو دوو نورو کاندیدانو د ازادي غوښتونکي ګوند کاندید ګاري جانس او د زرغونه ګوند کاندید جیل شټاین په دې مناظره کې د ګډون لپاره په ټولپوښتنه کې په سلو کې د اړتیا وړ ۱۵ رأیې نه‌وې ترلاسه کړې نو ځکه‌یې په‌کې ګډون ونه‎کړ.

XS
SM
MD
LG