د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۶

USAID له افغان حکومت سره ۱۰۰ میلیون ډالر مرسته وکړه


د امریکا د متحده ایالاتو نړیوالې پراختیایي ادارې د افغانستان سره د انکشافي مرستو په دوام افغان حکومت ته سل میلیونه ډالره ورکړه.

مالیې وزارت وايي، دا پیسې به د حکومتي بودجې له لارې په پراختیایې برخو ولګول شي.

د متحده ایالاتو نړیوالې پراختیایي ادارې له لورې له هغې وروسته افغانستان ته سل میلیونه ډالره ورکول کېږي چې افغان حکومت د وار له مخه ټاکل شویو څلویښت ځانګړنو څخه یې ځينې بشپړې کړي دي.

د افغانستان د مالیې وزیر اکلیل حکیمي د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل د پیسو د نړیوال صندوق سره هوکړې ته رسېدل، د هېواد د فضايي چارو مدیریت، د ګمرکونو الکترونیکي سیستم رامنځته کول، د ظرفیتونو او کورنیو عوایدو لوړول هغه مهم موارد دي چې تطبیق یې افغان حکومت د دې پیسو په اخیستلو بریالی کړی دی.

ښاغلی حکیمي دا هڅونکې پروسه بولي او وايي چې له دې لارې به په ډېرو برخو کې اصلاحات رامنځته شي.

د مالیې وزیر اکلیل حکیمي
د مالیې وزیر اکلیل حکیمي

هغه زیاته کړه:

"دا یو بریالی پروګرام دی چې د هڅونې اړخ لري،د افغان حکومت سره د اصلاحاتو راوستلو په برخه کې مرسته کوي، د اصلاحاتو د تطبیق په بدل کې افغان حکومت ته پیسې ورکول کېږي چې کولای شو، هغه د حکومتي بودجې له لارې په هغه پروژو ولګوو چې د حکومت لپاره لومړیتوب لري."

امریکا ته د افغانستان د ولسمشر او اجرائیه رئیس له سفر وروسته د هغه هېواد ولسمشر د افغانستان سره د څلویښتو ځانګړنو د بشپړولو په بدل کې د اته سوه میلیونه ډالرو مرستې اعلان کړی چې تر کال ۲۰۱۸ پورې به یې دغه هېواد ته ورکوي.

د ماليې وزارت وايي چې تېر کال یې هم له دې لارې دوه سوه میلیونه ډالره تر لاسه کړي او ټاکل شوې چې د روان کال تر پایه د ځينو نورو کارونو په کولو سره هم څه لاسته راوړنې ولري.

افغان چارواکو د اصلاحاتو او د هېواد د بسیا کېدو لپاره هڅې له پخوا ډېرې کړي چې د دوی په باور نړیوالې ټولنې ته یې هم په دې برخه کې تر یوې اندازې ډاډ ورکړی دی.

په ورته وخت کې د امریکا د متحده ایالاتو نړیواله پراختیایي اداره وايي چې له څېړنو وروسته یې موندلي چې د افغان حکومت په مالي برخه کې د پام وړ اصلاحات راغلي دي.

د افغانستان او پاکستان لپاره د دې ادارې استازی ویلیم هامینک وايي، د دې لاسته راوړنو تر څنګ د پیسو د نړیوال صندوق سره د افغان حکومت هوکړه لیک به د افغانستان د اقتصادي ثبات سره مرسته وکړي.

هغه زیاته کړه:

"د USAID او ماليې وزارت د څېړنو څخه وروسته افغان حکومت د راوستل شویو اصلاحاتو په بدل کې د مرستو وړ وبلل شو چې اصلاحات یې راوستلي او پراختیا ته یې کار کړی کوم چې د اقتصادي چارو د پیاوړتیا سبب ګرځي."

د مرستو دا لړۍ د بروکسل کنفرانس ته د افغان حکومت د چمتووالي سره یو ځای اعلانېږي چې ټاکل شوې د راتلونکي میلادي میاشې په پنځمه نېټه جوړ شي.

د اقتصادي چارو کارپوهان د حکومت د ځینو لاسته راوړنو څخه د هرکلي تر څنګ وايي چې په مالي برخه کې اصلاحات د فساد مخنیوی کوي او سوداګریزې اسانتیاوې راوستلای شي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG