د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۲

مدني فعالان: طالبان دې د حزب اسلامي په څېر خبرو ته غاړه کیږدي


یو شمېر افغان مدني فعالان له وسله والو مخالفینو غواړي چې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي په څېر د سولې له پروسې سره یوځای شي.

یادو ځوانو فعالانو، د "د سولې له پروسې سره د وسله والو مخالفینو د یو ځای کېدو په اړه د ځوانانو غوښتنه"ترسرلیک لاندې نن په کابل کې یوه غونډه جوړه کړه.

په دغه غونډه کې یادو ځوانانو وویل، جګړه د حل لار نه ده او پانګه یې باید د سولې لپاره مصرف شي.

د ځوانانو د وړتیا او همږغۍ د شبکې رئیس عنایت ناصر له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې وسله وال مخالفین کولای شي د سولې په پروسه کې په ګډون سره له سیاسي لارې خپلې ستونزې حل او نور ځوانان ددې جګړې قرباني نه کړي.

د ځوانانو د وړتیا او همږغۍ د شبکې رئیس عنایت ناصر
د ځوانانو د وړتیا او همږغۍ د شبکې رئیس عنایت ناصر

هغه زیاته کړه:

"هغه څه چې ځوانان په هغې باور لري دادې چې له زور او جبر څخه مسئله ووځي، سولې خبرو او مفاهمې ته راشي، لکه په نورو هېوادونو کې چې ده هغه امکانات او پیسې چې په جګړه کې ورکوو او هغه قربانۍ چې په جګړه کې یې ورکوو، هغه به د هېواد په سوله او ابادي کې ورکړو، نتیجه به یي دا وي چې افغانستان به ورو ورو د ودي او پرمختګ په لورروان شي."

دغه څرګندونې په داسي حال کې کېږي چې د تېرې پنجشنبې په ورځ افغان حکومت د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي سره د سولې تړون لاسلیک کړ.

د امریکا او بریتانیا هېوادونو د ملګرو ملتونو سازمان او د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیو په خپرولو سره د سولې له دغه تړون څخه ملاتړ وکړ.

په همدي حال کې یو شمېر نورو ځوانانو چې په دغه غونډه کې یې ګډون کړی وو د اړوندو بنسټونو څخه وغوښتل چې ځوانانو ته دې د سولې په پروسه کې ونډه ورکول شي.

د افغانستان د ځوانانو د پارلمان موقت رئیس صابري اندړ له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې ځوانانو ددغې جګړې اصلي قربانیان دي او دوی ته باید د سولې په پروسه کې ونډه ورکول شي.

هغه زیاته کړه:

"هغه وخت د ځوانانو موثرئت ښه ثابت کېدای شي چې د سولې په عالي شورا کې ورته ونډه ورکول شي، ځکه چې ځوانان دي چې په دغه جګړه کې قرباني ورکوي، نو دا چې د سولې په عالي شورا کې ځوانانو ته ونډه ورکول شي او د سولې د خبرو په پلاوي کې هم باید د دوی رول په پام کې ونیول شي."

په افغانستان کې د سولې د پروسې له پیل راهیسي د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي سره د سولې تړون ددغې پروسې یوه ښه لاس ته راوړنه بلل شوې.

په همدي حال کې یو شمېر کار پوهان او حکومتي چارواکي په دې باور دي چې د سولې له پروسې سره د حزب اسلامي یوځای کېدل به نور وسله وال مخالفین هم دې ته وهڅه وي چې له افغان حکومت سره سوله وکړي.

راپور: نجیبه زمان

XS
SM
MD
LG