د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۱

د مخدره موادو پر ضد ۵ اړخیزه غونډه کې د ګډې مبارزې ژمنه وشوه


د مخدره موادو په وړاندې د ګډې مبارزې په هدف جوړه شوې اوومه پنځه اړخیزه ناسته د ګډې مبارزې لپاره د ګډونوالو په ژمنو پای ته ورسېده.

د دغې اوومې پنځه اړخیزې ناستې ګډون کوونکو هېوادونو مخدره توکې یو نړیوال ګواښ وباله او ژمنه يې وکړه چې د دې پدیدې د کښت، قاچاق او تولید د له منځه وړلو په وړاندې به په ګډه مبارزه وکړي.

د افغانستان د مخدره توکو په وړاندې د مبارزې وزیري سلامت عظیمي وویل چې افغانستان د مخدره توکو د له منځه وړلو په برخه کې جدي دی او ویې ویل چې ګډون کوونکو هېوادونو هم له مخدره موادو سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان د عمل له ملي پروګرام څخه خپل ملاتړ څرګند کړ.

سلامت عظیمي
سلامت عظیمي

نوموړې زیاته کړه:

"پنځه غړي هېوادونه ژمن دی چې د نشه يي توکو په وړاندې مبارزه کې جدي هڅې وکړي او موږ په دغه کنفرانس کې خپل نظر بیان کړ،موږ ډاډه یو چې زموږ ګاونډيان لکه څنګه چې خپلې ژمنې دلته بیانوي د عملي کولو په برخه کې هم جدي هڅې وکړي."

د مخدره موادو په وړاندې د مبارزې لپاره په دغه پنځه اړخیزه ناسته کې له پاکستان پرته روسې، ایران او تاجکستان کډون کړی و او د مخدره توکو د له منځه وړلو لپاره یې پر یو شمېر مهمو مسئلو خبرې وکړي.​

خو مېرمن عظیمي په دغه پنځه اړخیزه ناسته کې د پاکستان پر نه ګډون انتقاد وکړ او زیاته یې کړه چې دا په دې معنی ده چې دغه هېواد د مخدره توکو په وړاندې د مبارزې هوډ نه لري.

د مخدره توکو په وړاندې د مبارزې دغه اوومه پنځه اړخیزه ناسته د دوشنبې په ورځ پای ته ورسېده چې د ناستې په پای کې ګډونوالو خپلې ژمنې د یوې اعلامې په خپرولو سره اعلان کړې.

د اعلامې په یوه برخه کې راغلي دي چې د دغه پنځه اړخیزې ناستې ګډون کوونکو د نړیوالي ټولنې څخه غوښتي دي چې د ټولو هغو شیانو چې نشه لري مخنوی وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې د افغانستان د موخدره موادو پر ضد د مبارزې وزارت د سیمې په کچه د همغږۍ نشتوالی د مخدره موادو سره د مبارزې په برخه کې له لویو ننګونو یاد وه.

د دغه وزارت مسولیونو ویلي، سره له دې چې افغانستان په دې اړه ډېرې لاسته راوړنې لري، خو بیا هم دغه مبارزه د سیمې او تر دې هم ډېرو همکاریو ته اړتیا لري.

دغه ډول پنځه اړخیزې غونډې تر دې وړاندې هم د یادو هېوادونو تر منځ تر سره شوي دي، خو داسې شکایتونه هم موجودې دي چې په دغو ناستو کې شویو ژمنو ته عملي بڼه نه ده ورکړل شوې.

په ورته وخت کې د تاجکستان د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې د ادارې مشر شېرخان سلیم په سیمه کې د مخدره موادو د ستونزو په وړاندې د مبارزې په اړه ډاډ ورکړ او په خبره يې په دې اړه شوې ژمنې عملي شوي او عملي به شي.

نوموړي زیاته کړه:

"که چېرې په مقایسوي ډول وګورو نننی حالت د اندېښنې وړ دی، زه هیله مند یم هغه ستونزې اوننګونې چې په سیمه او په ځانګړې توګه په افغانستان کې موجود دې هوارې شي."

له بلې خوا د مخدره توکو په وړاندې د مبارزې وزارت پخوانی معین او د چارو کارپوه ابراهیم اظهر افغانستان سره د ګاونډیو هېوادونو ژمنو او ډاډګیرنو ته د شک په سترګه ګوري او وایي چې دغه ژمنې به هغه وخت ښه نتیجه ورکړي چې دوی عملاً د مخدره موادو او د دغو موادو د قاچاق وړونکو په وړاندې چې د دې هېواد له پولو اوړي جدي اقدامات وکړي.

راپور: سباوون کاکړ

XS
SM
MD
LG