د تاجکستان چارواکو نن وویل، چین غواړي د افغانستان سره د دې هېواد پر پوله د یو شمېر سرحدي پوستو او نورو تأسیساتو په جوړولو کې مرسته وکړي، څو د افغانستان سره د تاجکستان د پولې امنیت ټینګ شي.
تاجکستان د افغانستان سره یو زرو درې سوه پنځه څلوېښت کېلومټره اوږده پوله لري.
دوشنبه وخت ناوخت پر دې پوله د تاجکستان د پولهساتو او د افغانستان د وراوښتونکو نشهيي موادو د وسلهوالو چاقبرانو ترمنځ د نښتو راپورونه ورکوي.
د افغانستان په شمال په ځانګړي توګه کندز کې د وسلهوالو طالبانو د فعالیتونو زیاتېدل د منځنۍ اسیا د دې جمهوریت لپاره یوه بله اندېښنه ده.
د رویټرز خبري اژانس وايي، د هغې لویې لارې یوه لویه برخه چې د تاجکستان ډېرې ګڼ مېشتې سیمې له چین سره نښلوي د تاجکستان له هغې سیمو تېرېږي چې د افغانستان سره په پوله پرتې دي.
وسلهوالو کسانو په همدې کال کې څو هغه تاجک کارکوونکي چې د دې لارې د ترمیم کار یې کاوه برمته کړل.
د تاجکستان حکومت په هغه فرمان کې چې د دوشنبې په ورځ خپور شوی، د دې هېواد د دولت د ملي امنیت کمېټې ته لارښونه شوې چې له چینايي لوري سره په دې اړه موافقه لاسلیک کړي.
د دې موافقې له مخې به چینايي لوري د افغانستان سره د تاجکستان پر پوله ۱۱ بېلابېلې سرحدي تاڼې او د تاجکستان د پولهساتو ځواکونو لپاره د روزنې یو مرکز جوړوي.
چین چې د احصائیو له مخې پر تاجکستان د کال د دوه نیم میلیارده ډالرو په ارزښت مواد پلوري لادمخه د دې کال په پیل کې د افغانستان سره د تاجکستان په یوې سرحدي سیمه کې یوه امنیتي پوسته جوړه کړې.
روسیې تر ۲۰۰۵ میلادي کال پورې د افغانستان سره د تاجکستان پر پوله خپل پولهساتي لرل، خو وروستهیې له پولې ۴۲ کېلومټره شاته په کولاب ښار کې یو غنډ جوړ کړ.
تېر کال ډېسمبر کې یې دا غونډ هم له کولابه دوشنبې ته په شا کړ چې له افغان پولې ۲۰۰ کېلومټره لیرې دی.
د افغانستان پر پوله د تاجکستان پولهساتي ځواکونه تر ډېره له وسلهوالو قاچاقبرو سره په ستونزه کې دي.
ګڼ شمېر د نشهيي موادو قاچاقبران له افغانستانه روسیې او نورې نړۍ ته د نشهيي موادو د قاچاق لپاره د تاجکستان لاره کاروي.