د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۹

فرانسه د روان کال تر پایه د "کالې" د پناه غوښتونکو کمپ تړي


د فرانسې ولسمشر ژمنه کړې چې په دغه هېواد کې به د پناه غوښتونکو کالې کمپ د روان کال تر پايه وتړي.

د فرانسې محافظه‌کاران پر اوسني ولسمشر انتقاد کوي چې د پناه غوښتونکو د بحران په حل کې پاتې راغلی، خو دی هيله‌من دی چې د فرانسې ولسمشرۍ ته به يو ځل بيا بريالی شي.

فرانسوا اولاند ویلي چې د روان کال تر پايه باید په دغه هېواد کې د پناه غوښتونکو کالې کمپ وتړل شي.

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند
د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند

دا څرګندونې اولاند د دوشنبې په ورځ وکړې، دا خبرې په فرانسه کې په راتلونکي کال کې تر ولسمشريزو ټاکنو مخکې کېږي.

د فرانسې ولسمشر غواړي د اوسني سوسيالیست حکومت هغه هڅې څرګندې کړي چې د پناه غوښتونکو د ستونزې د حل لپاره‌يې کوي.

په ۲۰۱۲ میلادي کال کې د ولسمشر په توګه تر ټاکل کېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې اولاند کالې کمپ ته تللی دی او ويلي يې دي چې په دغه کمپ کې بشري بېړنی حالت دی، دغه کمپ د ځنګله په نوم مشهور دی.

د رويټرز خبري اژانس د راپور له مخې، چارواکي وايي، په کالې کمپ کې اووه زره کسان په خراب حالت کې ژوند کوي او هيله لري چې بریتانيې ته د تګ لاره ومومي خو مرستندويه ادارې وايي، دا شمېر لسو زرو ته رسېږي.

اولاند هيله‌من دی چې بیا ولسمشر وټاکل شي، خو د محافظه‌کارانو او ښي اړخو مخالفانو له انتقاد سره مخامخ دی چې دغه کمپ ته د پناه غوښتونکو د بحران په حل کې د ده د پاته راتلو په سترګه ګوري.

رويټرز خبري اژانس راپور ورکوي، پخوانی فرانسوي ولسمشر نېکولاس سارکوزي هيله لري چې د محافظه‌کارانو رأيې تر لاسه کړي، ده تېره اوونۍ په کالې کمپ کې ويلي چې د ټاکل کېدو په صورت کې به دی د پناه غوښتونکو بحران په څو مياشتې کې حل کړي او پر خپل هېواد به شاوخوا سرحدي کنټرول لا ټينګ کړي.

فرانسه د اروپا د پاسپورت پرته سفر کولو زون برخه ده، خو بریتانیه د دې زون برخه نه‌ده.

اولاند د سیمې پوليسو ته چې د کمپ شاوخوا امنيت نيسي، د وينا پر مهال ژمنه وکړه چې دی به دغه کمپ وتړي تر څو نوي کمپونه کالې ته نېږدې او په فرانسه کې په نورو ځايونو کې ونه‌پرانيستل شي.

په دوبي کې حکومت اعلان وکړ چې پناه غوښتونکي به د فرانسې بېلابېلو برخو ته واستوي چې هلته رسمي پناه وغواړي.

حکومت د کالې کمپ د بندولو دقيقه نېټه نه‌ده اعلان کړې.

د رويټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د څلورو مياشتو په اوږدو کې به له څلويښتو تر پنځوسو کسانو د پناه غوښتنې مرکزونو ته وړاندې کېږي او چارواکي به‌يې کېسونه څېړي.

هغه پناه غوښتونکي به چې پناه نه‌غواړي، بېرته له فرانسې وايستل شي.

له پناه غوښتونکو سره د مرستې اتو ادارو په ګډه اولاند ته يو ليک لېږلی دی چې په‌کې د کالې کمپ پر بندولو انتقاد شوی دی.

دوی په ليک کې ويلي چې په کالې او د فرانسې په بل هر ځای کې د بشري حقونو درناوی نه‌کېږي.

XS
SM
MD
LG