د لاسرسي لېنکونه

ولسمشر غني د نهمې امنیتي حوزې د امر په ګډون د دغه حوزې د یو شمېر مسؤلینو دندې د وظیفوي غفلت له کبله ځنډولې دي.

له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خپرې شوې خبرپانه کې راغلي چې ولسمشر غني تیره شپه له مخکنۍ اطلاع پرته دغه حوزې ته ورغلی چې هیڅ مسؤل په دنده کې حاضر نه وو.

په خبرپاڼه کې همدا راز د ښاغلي غني له قوله ویل شوي چې د دغه امنیتي مسؤلینو د غفلت له کبله جنايي پیښې، غلا او اختطافونه کېږي.

ولسمشر غني همدا راز کورنیو چارو وزارت ته سپارښتنه کړې چې دغه مسئله وڅیړي.

XS
SM
MD
LG