د لاسرسي لېنکونه

نن په اذربایجان کې د اساسي قانون د تعدیل لپاره هغه لانجمنه ټولپوښتنه یا ریفرانډم ترسره کېږي چې د ولسمشر دوره او واک غځوي.

د ولسمشر الهام علییف دفتر نن وویل چې ولسمشر او کورنۍ یې خپلې رایې وکارولې.

د هنګري د انتخاباتو مرکزي کمېسیون غرمه مهال وویل چې په سلو کې دېرش مستحقو رایې ورکونکو په ریفرانډم کې ګډون کړی چې د اعتبار لپاره یې له ټاکلي په سلو کې له پنځلسو ګډونوالو اوړي.

په دغه ریفرانډم کې له مستحقو رایې ورکونکو غوښتنه شوې چې د اساسي قانون د تعدیل په اړه چې له مخې یې د ولسمشرۍ دوره له پنځو نه اوو کلونو ته غځېږي او ولسمشر ته صلاحیت ورکوي چې پارلمان منحل او تر وخت مخکې د ولسمشرۍ انتخابات اعلان کړي رایه ورکړي.

یوې رایې ورکونکې چې نوم یې نه دی ښودل شوی د باکو د رایې ورکولو په یوه مرکزکې اسوشیتید پرس اژانس ته وویل:

"زما په نظر د خپل هېواد د یوه وګړي په توګه دا زما مسؤلیت دی چې نن دلته راشم او د رایې ورکولو په پروسه کې برخه واخلم، په دې پوه یم چې دغه ریفراندم زموږ له ملي ګټو سره تړلی دی."

که د اساسي قانون تعدیل ته مثبه رایه ورکړل شي، د لومړي ځل لپاره به د لومړي مرستیال ولسمشرڅوکۍ او د څو نورو مرستیالانو پوستونه ایجاد شي.

د اپوزیسیون ډلو ترریفرانډم مخکې اعتراضیه مظاهرې کړې وې او هغه یې پردغه د تېلو بډایه هېواد د علییف د کورنۍ د واک د غځېدو لپاره یوه هڅه بللې ده.

XS
SM
MD
LG