د لاسرسي لېنکونه

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د نفتي موادو تصدۍ ډاډ ورکوي چې سږکال ژمي کې به د نفتي موادو کمښت رامنځ ته نه‎شي.

د نفتي موادو د تصدۍ عمومي رئیس ولید صمیم ازادي راډيو ته وویل چې په تېره یوه میاشت کې له ایرانه شاوخوا ۱۸ زره ټنه ګاز وارد شوي دي.

ښاغلی صمیم وایي چې دوی په میاشت کې له ۲۲ تر ۲۵ زره ټنه ګازو ته اړتیا لري چې اوس‎مهال ۱۴ زره ټنه د تورغنډۍ له بندره او پاتې برخه د اسلام قلعه له بندره هېواد ته واردېږي.

ښاغلي صمیم زیاته کړه:

"د یوې میاشت په لړ کې له ایرانه شاوخوا ۱۸ زره ټنه ګاز وارد شوی دی دا په دې معنی چې موږ په میاشت کې له ۲۲ تر ۲۵ زره ټنه ګازو ته اړتیا لرو چې دا به اکثرآ له تورغونډۍ څخه راتله اوس دغه اندازه ګاز یا معادل یي له اسلام‎قلعې راځي."

د نفتو د تصدۍ د معلوماتو له مخې په کال کې په مجموعي توګه پنځه لکه ټنه ګاز هېواد ته واردېږي.

XS
SM
MD
LG