د لاسرسي لېنکونه

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف وایي، لوېدیځ قدرتونو د سوریې د کورنۍ جګړې د تنظیمولو لپاره خپل مسؤلیتونه نه دي پرځای کړي.

په هغې مرکه کې چې د روسیې NTV ټلویزیون نن خپره کړه، لاوروف د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د تېرې ورځې پر غونډې انتقاد کړی او هغه یې یوه غیر ضروري انحرافي هڅه بللې ده.

لاروف وویل، متحدو ایالتونو د سوریې د ملاتړ د نړیوالې ډلې په ګډه مشرتابه کې خپل بې پرې رول پای ته رسولی دی.

د روسیې د ولسمشر ویاند دیمیتري پسکوپ هم نن د یو شمېر بریتانوي او امریکایي چارواکو وروستۍ تندې څرګندونې د نه منلو وبللې او ویې ویل چې هغه د سوریې د هواري هڅو او هم دوه اړخیزو اړیکوته زیان رسولی شي.

په ملګرو ملتونو کې د متحدو ایالتونو استازي سامانتا پاور تېره ورځ ناوخته د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وویل چې روسیه په سوریه کې وحشیانه اعمال مخ ته وړي.

د بریتانیا استازي ماتیو رایکرافت وویل، دا ګرانه ده چې له دې انکاروشي چې روسیه د سوریې له رژیم سره د جنګي جرمونو په ترسره کېدو کې شریکه ده.

XS
SM
MD
LG