د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۶

د دفاع وزارت پخوانیو منسوبینو د خپلو حقوقو غوښتنه وکړه


د افغانستان د ملي اردو د پخوانیو منسوبینو سراسري شورا نن دوشنبه په کابل کې مظاهره وکړه او د خپلو ستونزو د هواري غوښتنه‌یې وکړه.

مظاهره کوونکو خبرداری ورکړ، که دفاع وزارت د دوی د تېرو دوو کلونو حقوق او امتیازات ورنه‌کړي، نو خپل احتجاج ته به دوام ورکړي.

دوی چې شمېر یې لسګونو کسانو ته رسېده او د کابل ښار د محمود خان پله په سیمه کې دفاع وزارت مخ ته راټول شوي وو، ادعا وکړه چې داسې اسناد او شواهد په لاس کې لري چې د دفاع وزیر د دوی په اړه د کابینې پرېکړې نه‌عملي کوي.

د ملي اردو د پخوانیو منسوبینو شورا رئیس نجیب‌الله مجاهد په دې اړه رسنیو ته په خپلو خبرو کې وویل:

"د دغو پوځيانو غوښتنې دا دي چې قانون باید پلی شي او له فساد څخه مخنیوی وشي، موږ کافي شواهد لرو چې د کابینې پرېکړې د افغانستان دفاع وزیر او د هغه د ټيم له‌خوا نقض کېږي."

د دفاع وزارت پخواني منسوبین
د دفاع وزارت پخواني منسوبین

نوموړي د مظاهرې پر مهال له دوی سره د پولیسو په ناوړه چلند هم انتقاد وکړ.

د مظاهره کوونکو په غوښتنو کې د دوی د کاري دورې معاشونه، د تقاعد امتیازات او د کور جوړولو لپاره د ځمکو وېش شامل دي.

په ورته وخت کې د دې شورا حقوقي سلاکار محمد هارون بارکزي هم وویل چې یو شمېر مشخصې کړۍ د دوی د امتیازاتو د ورکړې مخه نیسي.

هغه زیاته کړه:

"موږ غواړو د هغو منسوبینو چې د هغوی حق خوړل شوی دی، د هغوی د حق په مقابل کې یو شمېر مشخصې کړۍ موجودې دي چې د دوی د حق مانع کېږي، نن چې د هر وګړي حق سلبېږي، موږ د هغوی ملاتړي یو او د هغوی له حقوقو نه به دفاع کوو."

خو د دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش وویل دوی د دغو پخوانیو منسوبینو د ستونزو د هواري لپاره اقدامات کړي او پاتې ستونزې به‌یې هم د قانون په رڼا کې حل کړي.

د دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش
د دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش

نوموړي زیاته کړه:

"د افغانستان دفاع وزارت د موجوده احکامو، پالېسیو او قانون پر اساس اجراأت کړی او هغه ستونزې چې پاتې دې دوی دې راشي د قانون په رڼا کې به موږ د دوی ستونزې حل کړو."

د افغانستان د ملي اردو پخوانیو منسوبینو تر دې وړاندې هم ورته مظاهرې کړې وې او د خپلو ستونزو د حل غوښتنه‌یې کړې وه.

خو د دغې شورا غړي وایي چې تر اوسه‌یې غوښتنې نه‌دي منل شوي او له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG