د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۴

پاکستان کې افغان کډوال له څه ډول ذهني حالت سره مخ دي؟


پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو وضعيت د يو شمېر دلايلو له کبله خراب شوی دی.

په دغه هېواد کې مېشت افغان کډوال له څه ډول ذهني حالت سره مخامخ دي؟

دوی ولې غواړي افغانستان ته بېرته ستانه شي او ولې نه‌غواړي ستانه شي؟

دا او ځیني نورې پوښتنې لاندې په یوه راپور کې ځواب شوي.

اسلام‌اباد کې د سعيد حامد رسټورانټ د افغانستان په رسامیو تزئین شوی دی.

په دې رسټورانټ کې د شنو کاشيو نقاشي او د رڼو اوبو رسامۍ په غرونو کې د بودا د مجسمې رسامي او په يوه لوی ميدان کې د اسانو د ځغاستو رسامۍ ځړېږي.

خو د ده د وطن ياد همدلته محدودېږي. د ده مور او پلار د ده تر زېږېدو مخکې له افغانستانه د پاکستان پلازمېنې اسلام‎اباد ته کډه شوي وو. ده هلته انګرېزي زده کړه، واده يې وکړ او اولادونه‌يې هملته لوی کړل.

ده په اسلام‎اباد کې رسټورانټ پرانېست چې په‎کې ۲۰ کسان کار کوي او هر ماښام په‎کې ګڼه ګوڼه وي.

پاکستان کې افغان کډوال
پاکستان کې افغان کډوال

واشنګټن پوسټ د سعيد حامد د وضعيت په اړه ليکي چې د ده حالت د درک کولو وړ دی.

د تېر کال په اوږدو کې د پاکستان د چارواکو د فشار له کبله تر دوه لکه پنځوس زره زيات ناثبت شوي افغانان خپل جګړه ځپلي هېواد ته ستانه شوي دي.

سعید حامد واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ته ويلي چې تر اوسه چا نه‌دی ځورولی خو هلته ټول افغانان اندېښمن دي.

دی وايي، په پاکستان کې خوشحاله دی او که افغانستان ته بېرته په زوره ولېږل شي، هلته به کار او وظيفه نه‌لري.

پاکستان د تېرو څو لسيزو پر مهال د شاوخوا پنځه میلیونه افغان کډوالو کوربه وو.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه لیکي چې که څه هم پاکستان تل د افغانانو هرکلی نه‌دی کړی خو ډېری افغان کډوال له ځايي خلکو سره مېشت شوي دي.

افغان کډوال د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستونزو قرباني هم دي.

دواړه هېوادونه پر يو بل له ترورېستانو سره د مرستو تور پورې کوي.

کله چې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د پاکستان پر يوه پوځي ښوونځي وسله‎وال بريد وشو، ۱۴۱ زده‌کوونکي او ښوونکي په‎کې ووژل شول او چارواکو پر افغان کډوالو فشار زيات کړ او هغوی يې په زوره ايستل پيل کړل.

دغه فشارونه د پوليسو له ځورونې نيولې د افغان کډوالو پر ضد د حکومت تر علني کمپاين پورې پراخ شول.

له همدې کبله افغانانو د «خپل وطن ګل وطن» تر شعار لاندې افغانستان ته ستنېدل پيل کړل.

پاکستان کې پر افغانانو فشارونه هغه وخت بيخي زيات شول چې پاکستان په تورخم کې دروازه کېنوله او اعلان‌يې وکړ چې هېڅ افغان دغه هېواد ته له پاسپورټه او ويزې پرته نه‎شي ننوتلای.

دې اقدام په پاکستان کې پر افغان کډوالو سخت فشار راوست ځکه په افغانستان کې د دوی خپلوانو نه‎شو کولای له دوی سره وويني.

په پاکستان کې مېشت افغانان له راتلونکي اندېښمن وو خو بيا يې هم افغانستان ته په خپله خوښه د ستنېدو لپاره په لوی شمېر کې د نوم ثبتولو غوښتنه وکړه.

په پېښور کې د نوم لیکنې حکومتي مرکز چارواکي هغه وخت حيران شول چې تر تمه زياتو کسانو د نوم ليکنې لپاره مراجعه وکړه.

خو د ډېرو شکايتونو له کبله د پاکستان صدراعظم نواز شریف په خپله خوښه د ستنېدو د پروګرام اخري نېټه وځنډوله.

د روانې مياشتې په لومړيو کې ده اعلان وکړ چې په خپله خوښه د ستنېدو نېټه به د نوومبر مياشتې له پايه تر راتلونکي مارچ مياشتې وځنډول شي.

XS
SM
MD
LG