د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۳

سپین‌غر: ډاډه نه‌یو چې د انتخاباتي اصلاحاتو پروسه ښه مدیریت شي


افغانستان کې د انتخاباتو څار اداره د انتخاباتي نظام اصلاح لپاره د حکومت په روانو هڅو بې‌باوري څرګندوي او وایي چې حکومت غواړي وروستۍ هڅې د بروکسل په کنفرانس کې د لاسته راوړنو په توګه مطرح کړي.

د انتخاباتو څار بنسټونه د انتخاباتي اصلاحاتو په برخه کې د حکومت هڅې د ژمنتیا نه بلکې په تنګ وخت کې د مجبورتیا له امله بولي.

د انتخاباتو لپاره د مدني ټولنو شبکه یا اکسین وايي، داسې وېره شته چې د نویو کمېشنرانو له ټاکلو سره ممکن دولتي لاس وهنو ته زمینه برابره شي.

د دې شبکې مشر جانداد سپین‌غر د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، د انتخاباتو د څار بنسټونه ډاډمن نه‌دي چې د انتخاباتي اصلاحاتو پروسه ښه مدیریت شي.

سپین غر: د انتخاباتي نظام د اصلاح لپاره د حکومت په روانو هڅو بې باوره یو.
سپین غر: د انتخاباتي نظام د اصلاح لپاره د حکومت په روانو هڅو بې باوره یو.

ښاغلي سپین‌غر زیاته کړه:

"بدبختانه اوس هم هېڅ ډاډ نشته، دا اوس چې حکومت د انتخاباتو په برخه کې کومې هڅې کوي دا د نړیوال فشار له امله دي او موږ د بروکسل کنفرانس ته روان یو او یو له هغو مواردو نه چې نړیواله ټولنه پرې ټینګار کوي انتخاباتي اصلاحات دي موږ ډاډه نه یو خو که دا اصلاحات د نړیوال فشار له امله هم وي که ښه وي بیا د ملاتړ وړ دي."

دا اندیښنه په داسې حال کې مطرح کيږي چې د چارو ادارې، سترې محکمې ته چې د غوراوي په کميټه کې یې پخوانی غړی مړ شوی او مدني ټولنو ته لیکونه استولي څو د غوراوي کمیټې لپاره خپل غړي معرفي کړي.

د غوراوی پخوانی کمېټې د ولسي جرګې له‌خوا د انتخاباتو اړوند د جمهور رئیس تقنیني فرمان له بیا-بیا رد وروسته خپل کار ځنډولای و.

د جمهوري ریاست ویاند محمد هارون چخانسوري د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د قانون مطابق دا کمیټه ډير ژر خپل کار پیلوي.

ښاغلي چخانسوري زیاته کړه:

"کمېټه هغه پخوانی کمېټه ده یوازې ځينې غړي یې چې کم وو لکه د مدني ټولنو او سترې محکمې څخه استازي هغوی په خپلو منځو کې غونډې نیولی او دا کمېټه ډېر ژر خپل کار پیلوي دوی به په ډېر سرعت سره خپل کار مخ ته وړي څو ژر وکولای شو کمېسیونونه تعین شي."

د ولسي جرګې غړی نادرخان کټوازی وايي، حکومت او ولسي جرګه دواړه د مشرعیت له پوښتنې سره مخ دي او باید حکومت له هرو ممکنه لارو انتخاباتي اصلاحاتو او انتخاباتو ته کار وکړي.

دی وايي، دا کار به لکه د تېرو دوو کلونو په څېر بیا هم ځيني خنډونه ولري.

د ولسي جرګې غړی نادرخان کټوازی
د ولسي جرګې غړی نادرخان کټوازی

ښاغلی کټوازی وايي:

"انتخاباتو ته حکومت مجبور دی چې وېې کړي ځکه د ولسي جرګې وخت پوره شوی دی نو انتخابات باید ترسره شي خو مهمه مسئله دا ده چې د انتخاباتو لپاره شرایط یې څومره پوره کړي؟ که دوی دا هڅې کوي هم خو مهمه دا ده چې عملي کېدل یې ستونزمن دي."

له دې وړاندې جمهوري ریاست ویلي چې حکومت د امنیت او مالي سرچینو برابرولو ته هم کار کوي.

د فیفا اجرایوي مشر یوسف رشید په دې باور دی چې د غوراوي کمېټې تشکیل ژر بشپړیدونکی دی خو نور کارونه ممکن هسې تیز پر مخ ولاړ نه شي چې حکومت یې ژمنه کوي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG