د لاسرسي لېنکونه

په کابل کې د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې اوومه پنځه اړخیزه ناسته پای ته ورسېده.

په دغې ناسته کې د روسیې، تاجکستان او ایران استازو ژمنه وکړه چې له افغانستان سره به په ګډه د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مؤثرې مبارزې په برخه کې مرسته وکړي.

د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې وزیره مېرمن سلامت عظیمي وايي، د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مؤثرې مبارزې لپاره د سیمه‌ییزو هېوادونو همکاري مهمه ده.

مېرمن عظیمي وايي:

"دوی د نشه‌یي توکو پر وړاندې د ګډې مبارزې په برخه کې د همکارۍ ژمنې وکړې او موږ مطمئن یو چې زموږ ګاونډیان به خپلې ژمنې عملي کړي."

د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې په پنځه اړخیزه ناسته کې باید د پاکستان استازو هم ګډون کړای وی، خو مېرمن سلامت عظیمي وايي دا چې د پاکستان استازي په دا ډول ناستو کې ګډون نه‌کوي، د دې ښکارندوی دی چې دغه هېواد د نشه‌یي توکو پر وړاندې ګډې مبارزې ته ژمن نه‌دی.

XS
SM
MD
LG