د لاسرسي لېنکونه

افغان پولې ته څېرمه د باجوړ اېجنسۍ قبايلي سیمه کې ځایي چارواکي وایي چې یو حکومت پلوه قبايلي مشر "ملک منان" د سړک غاړې بم چاودنه کې وژل شوی دی.

د یادې اېجنسۍ ځینو چارواکو پاکستاني رسنیو ته ويلي چې دا پېښه د یکشنبې په ورځ ناوخته د باجوړ اېجنسۍ له مرکزي ښاره کابو ۱۸ کېلومټره لیرې د ماموند په ترخو نومې سیمه کې رامنځته شوې ده.

د چارواکو په وینا، حکومت پلوه قبايلي مشر ملک منان خان له خپل ډرېور سره یوځای له سیمې تېرېده چې د سړک پر غاړه د ځای پر ځای شوي ریموټ کنټرول بم چاودنه پرې وشوه او په نتیجه کې یې ملک منان مړ او ډرېور يې ټپي شو.

په ترخو کې تر بمي چاودنې وروسته امنیتي ځواکونه د پېښې ځای ته رسېدلي، سیمه‌یې محاصره کړې او ټپي یې د درملنې لپاره د ښار سیمه‌ییز دولتي روغتون ته وړی دی.

باجوړ اېجنسي افغان پولې ته څېرمه پرته قبایلي سیمه ده چې له تېرې ډېرې مودې راهیسې په‎کې د ترهګرو له‎خوا پر امنیتي ځواکونو، حکومت پلوه قبايلي مشرانو او دولتي ودانیو بریدونه کېږي.

که څه هم امنیتي ځواکونو په ۲۰۰۸م کال کې په یادې اېجنسۍ کې د مېشتو ترهګرو پر ضد پوځي عملیات کړي وو او دا سیمه‌یې له ترهګرو پاکه اعلان کړې وه، خو په دې وروستیو کې په باجوړ او ورسره نښتې مهمند اېجنسۍ کې په ترهګریزو پېښو کې یو ځل بیا ډېروالی راغلی دی.

تر دې مخکې د روانې میاشت په ۱۶مه نېټه د مهمند اېجنسۍ په امبار کې په یوه جومات کې د جمعې د لمانځه پر مهال ځانمرګی برید شوی و چې د ماشومانو په ګډون په‎کې لږ تر لږه ۳۶ کسان وژل شوي او لسګونه نور په‎کې ټپیان شوي وو.

افغان پولې ته څېرمه په ګڼو قبایلي سیمو کې قبایلي مشرانو په سیمه کې د حکومت او امنیتي ځواکونو ملاتړ اعلان کړی او د ترهګرو د ځپلو لپاره‌یې امن لښکرې جوړ کړي چې له امله‌یې ترهګر پر دغو مشرانو بریدونه کوي او تر دې دمه‌یې ګڼ مشران په هدفي وژنو او بمي چاودنو کې وژلي دي.

په باجوړ او نورو قبایلي اېجنسیو کې پر امنیتي ځواکونو، حکومت پلوه قبایلي مشرانو بریدونه او همداشان نورې ترهګریزې پېښې په داسې وخت کې زیاتې شوي چې امنیتي ځواکونو له ۲۰۱۴م کال راهیسې په شمالي وزیرستان او ځینو نورو قبايلي سیمو کې پراخ پوځي عملیات پیل کړي چې لا هم روان دي.

د یادونې وړ ده چې تر دې دمه لا کومې وسله‎والې ډلې د حکومت پلوه قبایلي مشر ملک منان د وژنې مسؤلیت پر غاړه نه‌دی اخیستی.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG