د لاسرسي لېنکونه

په ګلان کمپ کې اوسېدونکي وزیرستاني کډوال د ژمي د موسم په رانېږدې کېدو د ځانونو لپاره د ژمنیو توکو د مرستو غوښتنه کوي.

په دغه کمپ کې مېشت وزیرستاني کډوال وايي چې دوی راتلونکي ژمي لپاره لازمې سرپناوې همدارنګه د پوښاک په خاطر ګرمې جامې، کمپلې، توشکې او نور توکي نه‌لري.

دوی همدارنګه د پاکستان له حکومت هم غواړي چې د دوی د تګ او راتګ او دغه‌راز د کډو د واپسۍ لپاره خوست ته نېږدې لارې پرانیزي.

دوی زیاتوي، پاکستان حکومت تر اوسه د خوست سره نېږدې لارې بندې ساتلي او ان ناروغانو ته اجازه نه‌ورکوي چې پېښور یا بل ځای ته‌يې د درملنې لپاره یوسي، یا دا چې مړي خپلو هدیرو ته انتقال کړي.

دوی وايي، پاکستان حکومت تر اوسه د خوست سره نېږدې لارې بندې ساتلي

دوی وايي، پاکستان حکومت تر اوسه د خوست سره نېږدې لارې بندې ساتلي

د وزیرستانیو کډوالو یو تن مشر ازادي راډیو ته وايي:

"زما نوم سید ولي دی، د جنوبي وزیرستان په قوم مسود یم، په کمپ کې بایو مېټریک وشو، خو اویا فیصده پاتې دي او دېرش فیصده وکړو، نو موږ دا خواهش لرو چې دا خلک ډېر غریب او مجبور دي چې دوی سره د غلې، غنمو، غوړیو او نورو توکو مرسته وشي، ژمی راروان دی، موږ ګرمو کمپلو ته ضرورت لرو، ګرمو جامو ته ضرورت لرو، زموږ دلته په کمپ کې هېڅ لرګي نه‌شته، کوم غر چې دی دا د ګربزو د بوري‌خېلو دی، دې خلکو موږ سره ډېره مرسته وکړه، خو اوس باالکل په غره کې لرګي نه‌دي پاتي."

د میزالله جان په نوم د داوړو اوسېدونکی وايي چې «یو، ان، اېچ، سي، ار» دې هغو کسانو ته د بایو مېټریک پروسه بیا پیل کړي چې له ثبت پاتې شوي او اوس مرستې پرې بندې دي.

دی وايي:

"نوم مې میزالله جان دی، په قوم داوړ یم، کومو خلکو چې بایو مېټریک کړی دی، هغو سره دې مرستې زیاتې شي، چا چې نه‌دی کړی هغوی ته دې بایو مېټریک خلاص کړي، ځکه خلک ډېر غریب دي، د ژمي لپاره د لرګیو، کمپلو او توشکو ضرورت دی، د پاکستان له حکومت نه هم دا غواړو چې د قبایلو سره دې دا ظلم بند کړي، لارې دې خلاصې کړي تر څو هر سړی خپل وطن ته ورسېږي او جنګ جګړې ختمې شي."

یو بل تن کډوال هسته خان چې په قوم خدرخېل دی، هغه هم د ژمنیو توکو د مرستو غوښتنه لري.

نوموړی زیاتوي کومې خیمې چې پخوا ورکړل شوې وې، په دې دوو کالونو کې ډېرې زړې شوې دي، همدارنګه‌يې قبایلي سیمو ته د لارې د خلاصولو غوښتنه هم وکړه.

محمد شریف چې د جنوبي وزیرستان اوسېدونکی او په قوم محسود دی وايي چې د کور سامانونه لري او د دې سامانونو د انتقال لپاره باید په پولو کې د ګاډو تګ او راتګ ته هم اجازه ورکړل شي.

بل لوري ته د خوست ځايي چارواکي وايي چې د ژمي په موسم کې يې د وزیرستانیو کډوالو د ستونزو اندېښنه مخکې له مخکې د «یو، ان، اېچ، سي، ار» په ګډون یو شمېر مؤسسو او اړوندو ادارو سره شریکه کړې ده.

د خوست د والي ویاند مبارز محمد ځدراڼ وايي چې ځايي اداره د ژمي په موسم کې د وزیرستانیو کډوالو د خوراکي توکو او د سرپناه ستونزو ته متوجه ده او په همدې خاطر يې د کډوالو له وزارت، «یو، ان، اېچ، سي، ار» او نورو خیریه ټولنو سره په اړیکه کې دي، تر څو د ژمي مخکې دوی ته مرستې ووېشل شي.

مبارز محمد ځدراڼ زیاته کړه:

"د ژمي په راتلو سره هغه کډوال وروڼه چې د وزیرستان څخه د ژوند د خوندیتوب په هیله خوست ته راکډه شوي، د دوی د سرپناه د نشتوالي له امله موږ په اندېښنه کې یو، واقعاً د ژمي په راتګ سره به دوی د ستونزو سره مخامخ شي، ځکه دلته ساړه زیات دي او په کومو سیمو کې چې دوی مېشت دي، ممکن په ځینو يې واورې هم وشي، موږ خپلې هڅې پراخې کړي، د مرکزي حکومت د اړوند وزارت سره، «یو، ان، اېچ، سي، ار» سره او نورو خیریه ټولنو سره په تفاهم کې یو، له نېږدې ورسره خبرې کوو، تر څو وتوانېږو دوی سره د ژمي د موسم له رارسېدو مخکې ځیني هغه ژمني توکي چې د دوی ژوند یو څه له ستونزو راوتلای شي، هغه برابر کړو."

د دې تر څنګ د ګربزو ولسوال زمری حقمل وايي چې د ګلان کمپ په ګډون د یادې ولسوالۍ په بېلابېلو کلیو کې شاوخوا دوولس زره د وزیرستانیو کډوالو کورنۍ استوګنه لري، خو یوازې نېږدې څلور زره کورنۍ يې بایو مېټریک شوي او نورې پاتې کورنۍ يې له مرستو بې‌برخې دي.

نوموړی هم د کډوالو په برخه کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې یا «UNHCR» څخه غوښتنه کوي چې د بایو مېټریک له پروسې پاتو کډوالو ته د راجسټر پروګرام بیا پیل کړي، تر څو دوی هم دوامداره مرستې ترلاسه کړي او له دې لارې يې ستونزې څه نا څه راکمې شي.

راپور: نجیب‌الله الوخېل

XS
SM
MD
LG