د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۸

سرخط: د اجرائیه ریاست تجربه ناکامه وه او ناکامه به وي


کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د بېلابېلو موضوعاتو ترڅنګ د ملي یووالي حکومت پر څرنګوالي لیکنې او تبصرې کړې دي.

سرنوشت:

سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې د پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي له قوله لیکلي اړتیا ده چې لویه جرګه را وغوښتل شي.

وړاندې په مطلب کې د ښاغلي کرزي له خولې ویل شوي، هېڅکله هم واک ته د راګرځېدو هوډ نه لرو، خو ولسمشر او اجرائیه رئیس چې کومې ژمنې کړې وې، د هغوی عملي کېدل، ملي حاکمیت او ملي یووالي خونیتوب غواړو.

د همدې ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی د ملي یووالي حکومت مشران باید د خلکو د غوښتنې پر وړاندې خنډ نه‎شي.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي په اوس وخت کې د بلې هرې لارې په پرتله غوره لاره دا ده چې دودیزه لویه جرګه را وغوښتل شي.

لیکوال سپارښتنه کوي چې د ملي یووالي حکومت مشران باید د ولس د غوښتنو پر وړاندې ونه دریږي.

سرخط:

د سرخط ورځپانې په سرمقاله کې راغلي ولسمشر کولای شي، د یوه ځانګړي فرمان پر مټ د اجرائیه ریاست د کار موده وغځوي.

په سرمقاله کې وړاندې یادونه شوې د اجرائیه ریاست تجربه ناکامه وه او ناکامه به وي، ملت او سیاسي بهیر ښايي نور د دغې ناکامې تجربې له بوجه وژغورل شي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله له قوله لیکلي:

د ملي یووالي حکومت پرځای د نوي حکومت ایجادول یو خوب دی.

وړاندې په مطلب کې راغلي عبدالله دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د ولسي جرګې ډیری غړي او سیاسي کارپوهان په دې باور دي چې د ملي یووالي حکومت دوره پای ته رسېدلې او باید د بل حکومت لپاره عنعنوي لویه جرګه راوبلل شي.

د همدې ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي واقعیت دا دې چې د ملي یووالي حکومت مشران د هېواد د روانو لانجو د حل وړتیا نه لري.

د لیکوال په باور دوی ښايي په تبلیغاتي کمپاینونو کې د ولس نور فرصتونه هم ضایع کړي، خو د وضعې د سمون امکان په کې نشته.

د سرمقالې په پای کې راغلي ولس بالاخره د جګړو په ګډون د هغو ټولو ستونزو حل غواړي چې ورسره لاس او ګرېوان دي.

XS
SM
MD
LG