د لاسرسي لېنکونه

د بوسنیا په خودمختارو صرب مېشتو سیمو کې د یوې محکمې د حکم پر ضد د ټولپوښتنې مرکزونه پرون ناوخته وتړل شول.

پرونۍ ټولپوښتنې د ډېټون له هوکړې وروسته چې په ۱۹۹۵ میلادي کال کې لاسلیک شوه د بوسنیا د مسلمانانو او صرب چارواکو ترمنځ بحثونه پارولي دي.

د دغې هوکړې پر بنسټ چې د امریکا په منځګړیتوب ترسره شوه، سرپسکا جمهوریت د بوسنیا هرزګوېنا په چوکاټ کې رامنځته شوی و چې صربیان په‌کې مېشت دي.

په دې ټولپوښتنه کې له رأی ورکوونکو څخه پوښتل کېږي چې آیا د جنوري نهمه چې د ارتودوکس عیسویانو رخصتي ده په ۱۹۹۲ کال کې د پارلمان د سرب وکیلانو له‌خوا له بوسنیا څخه د خپلواکۍ د اعلان د کلیزې په توګه عمومي رخصتي وي کنه؟

د رأی ورکولو مرکزونه په سیمه‌ییز وخت د ماښام په اوو بجو وتړل شول.

XS
SM
MD
LG