د افغانستان د کرکټ ملي ټیم پرون له بنګلهدېش سره د سیالیو د لړۍ لومړۍ لوبه د اوو منډو په توپیر بایلوده.
بنګلهدېشي لوبغاړو چې لومړی یې بېټېنګ وکړ په ۵۰ اوورونو کې ۲۶۵ منډې جوړې کړې او افغان لوبغاړو که څه هم ښه لوبه وکړه خو د ۲۶۶ منډو هدف ته ونهشو رسېدای او په ۵۰ اوورونو کې یې ۲۵۸ منډې جوړې کړې.
په پرونۍ لوبه کې حشمتالله شهیدي په ۱۱۰ بالونو ۷۲ منډې او رحمتشاه په ۹۳ بالونو ۷۱ منډې جوړې کړې.
د بنګلهدېش په پلازمېنه ډاکه کې د افغانستان او بنګلهدېش ټیمونو تر منځ د درېیو یو ورځنیو لوبو دوهمه د چهارشنبې په ورځ او درېیمه د شنبې په ورځ په پام کې دي.