د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۳

ډي مېسټورا: د سوريې حلب کې روانه اوونۍ خورا خونړۍ وه


د ملګرو ملتونو امنیت شورا غړو پرون په خپله بېړنۍ غونډه کې په سوریه کې د پراخېدونکي تشدد په اړه بحث وکړ.

د غونډې په پیل کې د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي سټیفن ډې مېسټورا د سوریې پر حکومت تور ولګاوه چې حلب ښار کې د ملکي وګړو پر ضد له بې‌ساري تشدده کار اخلي.

ډې مېسټورا وویل چې په حلب ښار کې روانه اوونۍ خورا خونړۍ وه.

د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی سټیفن ډي مېسټورا
د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی سټیفن ډي مېسټورا

مېسټورا زیاته کړه:

"تېره اوونۍ د سوریې په ورانوونکې شپږ کلنه جګړه کې له خورا خونړیو اوونیو څخه وه."

امریکا، بریتانیا او فرانسې په سوریه کې د وروستي تشدد د پراخېدو له کبله د ولسمشر بشارالاسد د حکومت متحده روسیه تورنه کړې ده.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې سامانتا پاور وویل، روسیه او ولسمشر اسد د سولې د ملاتړ پر ځای جګړه کوي.

په ملګرو ملتونو کې د بریتانیا سفیر ماتیو ریکرافت «Matthew Rycroft» وویل، د روسیې د اقداماتو له کبله د سوریې جګړه او د دې هېواد د خلکو درد او مصیبت دوامداره شوی دی.

خو په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر ویتالي چورکین وویل چې په سوریه کې د سولې راوستل اوس تقریباً ناممکن کار دی، ځکه د نوموړي په وینا اوربند د وسله‎وال اپوزېسیون د هغو ډلو له‌خوا سبوتاژ شوی دی چې واشنګټن‌یې ملاتړ کوي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړي دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د سوریې د پوځ الوتکو پرون په کلابند ښار حلب کې درنې بمبارۍ وکړې.

د راپورونو له مخې د حلب ښار په ختیځ کې په دې هوايي حملو کې د بشارالاسد حکومت د وسله‎والو مخالفینو مرکزونه په نښه شول.

د سوریې د بشري حقونو څار ټولنې پرون د حلب ختیځ کې د حکومتي الوتکو په بمباریو کې د ۲۳ کسانو د مړینې خبر ورکړ.

د سوریې د بشري حقونو د څار ټولنې پرون د حلب ختیځ کې د حکومتي الوتکو په بمباریو کې د ۲۳ کسانو د مړینې خبر ورکړ.
د سوریې د بشري حقونو د څار ټولنې پرون د حلب ختیځ کې د حکومتي الوتکو په بمباریو کې د ۲۳ کسانو د مړینې خبر ورکړ.

دا ټولنه چې مرکز یې په لندن کې دی وايي، له پنجشنبې ورځې راهیسې د حلب په ختیځ کې د سوریې او روسیې د پوځي الوتکو په بمباریو کې لږ تر لږه ۱۱۵ کسان چې ډېری ملکي وګړي دي، وژل شوي دي.

د سوریې دولتي ځواکونو ژمنه کړې چې دا سیمه به له وسله‎والو مخالفینو څخه پاکوي.

په سوریه کې د جګړو د تودېدو خبرونه په داسې حال کې خپرېږي چې د امریکا او روسیې په منځګړیتوب په حلب کې ټینګ شوی اوربند تېره اوونۍ مات شو.

XS
SM
MD
LG