د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۰

افغان زندانونو کې له شکنجو نه د بشري حقونو کمېسیون اندېښنه


د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په زندانونو او د سلب ازادۍ په ځایونو کې د شکنجې او ځورونو په اړه اندېښنه ښیي او وایي چې شکنجه د یوه غیر انساني عمل په توګه باید ودرول شي.

د دغه کمېسیون مشرې سیما سمر د یکشنبې په ورځ کابل کې د يوې خبري ناستې پر مهال وویل، سره له دې چې په افغانستان کې د ځورونو او شکنجو په پېښو کې کموالی راغلی خو وایي چې دوام‌یې د بشري حقونو په وړاندې لاهم يوه ننګونه ده.

سمر: افغانستان کې د ځورونو او شکنجو په پېښو کې کموالی راغلی.
سمر: افغانستان کې د ځورونو او شکنجو په پېښو کې کموالی راغلی.

اغلې سمر زیاته کړه:

"د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د معلوماتو له مخې سره له دې چې په افغانستان کې د ځورونو او شکنجو د پېښو ګراف ښکته راغلی خو بیا هم په ځينو سیمو کې چې د کورنیو چارو وزارت تر څار لاندې دي امنیتي او قضايي ارګانونو ځيني پېښې ثبت کړي او موږ په دې برخه کې اندېښنه لرو، زموږ وړاندیز افغان حکومت ته دا دی چې د شکنجې د مخینوي الحاقيه پروتوکول سره يوځای شي."

اغلې سمر وايي، افغانستان کې تر اوسه هېڅ تورن کس د شکنجو او ځورونو له امله تر قانوني څېړنې لاندې نه‎دی نیول شوی.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مشرې وویل چې اوس‌مهال نېږدې ۳۰ زره کسان په زندانونو کې بندیان دي چې د يو شمېر نورو ستونزو ترڅنګ هغوی ته د مدافع وکیل نشتوالي او کموالي اندېښنی راپارولي دي.

د بندیانو لپاره د مناسب ځای نشتوالی، د روغتیايي اسانتیاوو کموالی او د حرفه‌یي زده‌کړې نشتوالی په زندانونو کې هغه موارد دي چې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون‌یې د زندانیانو د ستونزو په توګه يادوي.

په ځینو راپورونو کې چې مخکې خپاره شوي، د افغانستان زندانونو کې ناوړه چلند، وهل ټکول، د مرګ تهدیدونه او جنسي تېري د ځورونو او شکنجونو په توګه یادېږي.

په ورته وخت کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د ټولو بشري قوانینو رعایت ته متعهد دي او د بندیانو د شکنجې او ځورونې کومه پېښه نه‌ده لیدل شوې.

دانش: کورنیو چارو وزارت ټولو بشري قوانینو رعایت ته متعهد دی.
دانش: کورنیو چارو وزارت ټولو بشري قوانینو رعایت ته متعهد دی.

د دغه وزارت مرستیال ویاند نجیب دانش وايي:

"د کورنیو چارو وزارت په زندانانو او توقیف ځایونو کې د بشري حقونو ټولو قوانینو رعایت ته ژمن دی، کومې لیدنې کتنې چې موږ په دې وروستیو کې له زندانونو څخه کړي له نیکه‎مرغه موږ د زندانیانو په برخه کې د شکنجې کومه بېلګه نه‎لرو."

ښاغلي دانش زیاته کړه، که د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په زندانیانو کې د ځورونې او شکنجو په اړه اسناد لري نو له دوی سره دې شریک کړي څو په اړه‌یې لازم اجرأت وشي.

دا لومړی ځل نه‎دی چې افغانستان کې د زندانیانو د ځورونې، شکنجې او له هغوی سره د ناوړه چلند په اړه اندېښنې ښودل کېږي، بلکې له دې وړاندې هم د افغانستان په زندانونو کې د بندیانو سره د بد چلند او د هغوی د شکنجه کولو په هکله په ملي او نړیواله سطح انتقادونه شوي.

افغان زندانونو کې له شکنجو نه د بشري حقونو کمېسیون اندېښنه
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:04 0:00

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG