د لاسرسي لېنکونه

د پکتیا د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسؤلین وايي چې په دغه ولایت کې باغداران د خپلو محصولات لپاره بازار نه‌لري.

د دغې خونې مشر نصیر عالمیار د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې سږ کال پکتیا کې څه باندې ۲۰ زره ټنه د مڼو محصولات ترلاسه شوي خو که ورته بازار ونه‌موندل شي نو ممکن خراب شي.

نوموړی وایي چې اوس پاکستان هم ځیني وخت د پټان سوداګریزه لار د افغان سوداګرو پرمخ تړي.

دا په داسې حال کې ده چې تېر کال د پکتیا ولایت مڼې پاکستان، هند او دوبۍ ته صادرې شوې وې.

نوموړی له حکومته غواړي څو بهر ته د هوا له لارې د مڼو د صادرولو لپاره زمینه برابره کړي.

XS
SM
MD
LG