د لاسرسي لېنکونه

اردنی لیکوال ناهض حتر نن د عمان د یوې محکمې په مخکې په ډزو ووژل شو.

حتر د یوه کاریکاتور د شریکولو په خاطر چې هغه مسلمانانو ته سپکاوی بلل شوی، محاکمه کېده چې د ودانۍ بهر په درېیو مرمیو ولګېد.

د اردن د دولتي خبري آژانس د راپور له مخې حمله کوونکی چې هویت‌یې معلوم نه‌دی، د پېښې په ځای کې نیول شوی دی.

ضرغام هلسه چې د حتر یو نېږدې ملګری دی رویټرز ته وویل، د اردن حکومت باید د دغسې حملو په اړه خپل دریځ واضح کړي.

دی وايي:

"د اردن خلک باید پوه شي چې دغه موضع جدي ده. هغوی باید د هغو ظالمو ځواکونو په وړاندې مبارزه کې چې نور مرتد بولي، یو موټی شي. حکومت هم باید د دغو تیاره فکرو ځواکونو په وړاندې سخت دریځ غوره کړي."

۵۳ کلن حتر چې مسیحي مذهبه و، په اګسټ میاشت کې وروسته له هغې ونیول شو چې په خپله فېسبوک پاڼه کې یې پر جهادیانو د ملنډو وهلو یو کارتون ایښی و.

حتر فرقه‌یي شخړو په لمن وهلو او اسلام ته په سپکاوي تورن شوی دی.

XS
SM
MD
LG