د لاسرسي لېنکونه

د هنګري د پلازمینې بوداپست مرکزي برخه کې په یوې لویې چاودنه کې دوه پولیس ټپیان شوي دي.

پولیسو نن وویل، یوه نامعلومه وسیله پرون د ورځې ناوخته وچاودېده او دوه پولیس چې پلي یې ګزمه کوله ټپیان کړل.

د پېښې سیمه بنده شوې او پولیسو په دې اړه چې دا د څه شي چاودنه ده، څېړنه پیل کړې ده.

XS
SM
MD
LG