د لاسرسي لېنکونه

د امریکا متحده ایالات او اروپایي متحدین‌یې وایي چې دا په روسیې پورې تړلې چې په سوریه کې اوربند ټینګ کړي او خبرداری ورکوي چې مسکو ته زیاته حوصله نه‎شي کولای.

د بریتانیا، فرانسې، جرمني، ایتالیا او د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیرانو او د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مشرې پرون په نیویارک کې له غونډې وروسته یوه ګډه اعلامیه خپره کړه.

په اعلامیه کې ویل شوي چې بار پر روسیې پروت دی چې خپله لېوالتیا ثابته کړي او د اوربند د بېرته ټینګېدو په مقصد د ډیپلوماټیکو هڅو د ژغورلو، د بشري مرستو رسولو او هغو خبرو ته د لازمو شرایطو د برابرولو لپاره کلک او پراخ ګامونه پورته کړي چې پر اساس‌یې د ملګرو ملتونو په مشرۍ د سیاسي انتقال لپاره خبرې مخ ته وړل کېږي.

وزیرانو همدا شان د ملګرو ملتونو له امنیت شورا په کلکه وغوښتل چې د دغه بې‌رحمه کړکېچ په تېره بیا د حلب ښار په شمال کې د پوځي عملیاتو د پراخوالي په وړاندې سمدستي اضافي ګامونه پورته کړي.

ټاکل شوې ده چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د بریتانیا، فرانسې او متحدو ایالتونو په غوښتنه نن د ورځې په وروستیو کې غونډه وکړي.

هغه د یوې اوونۍ اوربند چې د امریکا او روسیې په مرسته رامنځته شوی و او د سیپټمبر په نوولسمه مات شو، د بېرته ټینګېدو لپاره‌یې هڅې تر اوسه ناکامه شوي دي.

د یوه بل خبر له مخې د ملګرو ملتونو سرمنشي بان کي مون د سوریې په حلب ښار کې د پوځي وضعیت پر خرابېدو اندېښنه ښودلې. دا خبره پرون د ده ویاند وکړه.

له حلب ښاره نوي راپورونه وايي چې نور بریدونه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د سوریې د رژیم ځواکونو چې د روسیې له ملاتړه برخمن دي، د حلب په شمال کې یو شمېر سیمې نیولې دي.

XS
SM
MD
LG