د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۳

د خوست تڼیوال د لومړنیو اسانتیاو له نه‌درلودو سر ټکوي


آرشیف
آرشیف

د خوست ولایت د تڼیو ولسوالۍ د څلورو لویو قومونو سنکیو، درنامیو، خوبي‌خېلو او اریزیو مشران وايي چې په روغتیايي کلینکونو کې يې دوا درمل نه‌شته او مسلکي ډاکټران هم نه‎لري، همدارنګه هغه عمومي او فرعي سړکونه چې پخوا جوړ شوي دي، ډېری يې د تخریبېدو په حال کې دي.

دوی زیاتوي، په یاده سیمه کې ډاډمن امنیت د دې لامل شوی چې د سیمې او غرونو نجونې او هلکان ښوونځيو ته ولاړ شي، خو د اکثرو ښوونځیو ودانۍ او چاردیوالۍ نه‌شته.

د تڼیو قومي مشر حاجي رسول محمد خان تڼي ازادي راډیو ته د یادې ولسوالۍ د خلکو ټوله‌ییزې غوښتنې او اړتیاوې داسې په ډاګه کوي:

"په تڼیو کې هغه پاخه سړکونه چې پخوا جوړ شوي اوس د تخریب په حال کې دي او هغه چې کلیوالي سړکونه دي، خام دي خو بارانونو او اوبو ډېر تخریب کړي دي، هغه هم ترمیم ته ضرورت لري، ځیني کلینکونه تعمیرونه لري، خو متأسفانه چې ډاکټر او دوا نه‌لري، ځیني مکاتب تعمیر نه‎لري او ځیني هم چاردیوالیو ته ضرورت لري، د څښاک اوبو لپاره ژورو څاه‎ګانو ته ضرورت دی او په ځینو ځایونو کې باید د غرونو څخه اوبه په پیپونو او نلونو کې راوستل شي."

د تڼیو قومي مشران
د تڼیو قومي مشران

جان محمد تڼي د نریزې په سیمه کې د خلکو اړتیاوې داسې وښودې:

"د نریزي کلي سړک‌يې جوړ وو، خو اوس بېرته تخریب شوی دی، دا باید وساتل شي او ترمیم شي، ځکه په‎ دې باندې ډېر مصرف شوی دی او اوس له‎منځه ځي، بل کلینکونه شته مګر ډاکټر او درمل نه‎لري."

حاجي زمیندار خان د تڼیو د سنکیو او حاجي افسر خان د حصارک د قوم مشران هم ورته ستونزې یادوي:

"زه د سنکیو مشر یم زموږ درې واړه سړکونه کچه دي، یو زنده خېلو ته لار تللې، یو عیسی‌خېلو ته تللې او بل هم سرې ته تللې ده، بل موږ کلینیک ته ضرورت لرو، کلینیک مو په دره‌ګي کې دی او موږ ډېر لیرې د سنکیو په غرونو کې یو، موږ رسیده‌ګي نه‎شو ورته کولای."

"زموږ د حصارک کلي یو کېلومتر سړک مؤسسې کچه جوړ کړی دی، لښتي نه‎لري تر اوسه هېچا پرې کار نه‎دی کړی، کچه‌يې هم نه‎دی جوړ کړی، یو خو موږ دې ته ضرورت لرو، ځکه زموږ ستر کلی دی او ډېر خلک په‌کې دي، بل کلینیک مو جوړ دی، خو تر اوسه ډاکټران نه‎دي ورته راغلي."

ګلاب چې په قوم د تڼیو خوبي‌خېل او د کوچیانو د غرنۍ سیمې اوسېدونکی دی وايي چې نجونې او ټول هلکان‌يې نېږدې ښوونځي ته ځي، خو ښوونځی يې ودانۍ نه‎لري.

قومي مشر ګلاب زیاتوي:

"د کوچانو ساحه ډېره لوړه د غره سیمه ده، په ژمي کې واورې اوري، سړک خام او تنګ دی چې دا کار موږ ته وشي، ماشومان مو ډېر دي خو مکتب مو خپله خام جوړ کړی او ودانۍ نه‎لري، د پاینده خېلو او میرزوکي په کلینیکونو کې دوا درمل نه‌شته."

بل‎خوا د خوست د والي ویاند مبارز محمد ځدراڼ وايي چې د تڼیو ولسوالۍ بیارغونه او د اوسېدونکو اړتیاوو ته رسیده‌ګي د ځايي ادارې په لومړیتوبونو کې ده.

ده د تڼیو د ښوونځيو د چاردیوالیو او څاه‌ګانو په باب وویل چې په نېږدې ورځو کې به په ‎دې اړه د لس میلیونه افغانیو په لګښت پروژې پیل شي.

مبارز محمد ځدراڼ زیاته کړه:

"تڼي د خوست امنه ولسوالۍ ده، ځايي ادارې ته د بیارغونې په هره برخه کې لومړیتوب لري او له همدې کبله هلته د پام وړ د بیارغونې کارونه شوي دي، خو دا چې د سړکونو د زیانمنېدو موضوع د ولایت په کچه ستونزه ده، موږ له مرکزي حکومت غوښتي چې د سړکونو د ترمیم او حفظ مراقبت لپاره ځانګړي بودجه راکړي، څو دا ملي شتمني خوندي وساتل شي. د کلینکونو په باب اړوند ریاست ته مشخصه لارښوونه شوې چې تعقیب به شي، د ښوونځیو د چاردیوالیو او څاه‌ګانو لپاره په نېږدې ورځو کې د لس میلیونه افغانیو په ارزښت پروژې پیلوو."

تڼي د خوست په سویل لوري کې لیرې او پراخه ولسوالي ده چې د شمالي وزیرستان سره په اوږدو ګډه پوله لري، د وزیرستانیو کډوالو یوه ستره برخه هم په‎ دې سیمه کې اوسېږي.

تڼي د خوست په امن لرونکو ولسوالیو کې حسابېږي چې د خوست اکثره ښاري خلک د رخصتیو پر مهال د یادې ولسوالۍ غرنیو سیمو ته د تفرېح او چکر لپاره ورځي، نجونې او هلکان‌يې زده‌کړې کوي، ډېری ځوانان‌يې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې پر دندو بوخت دي.

راپور: نجیب‌الله الوخېل

XS
SM
MD
LG