د لاسرسي لېنکونه

یو شمېر امنیتي سرچینې وایي، پکتیکا کې د افغان او ناټو ځواکونو په هوایي برید کې د پاکستاني طالبانو درې مشران وژل شوي دي.

دا خبره نن یو شمېر پاکستاني امنیتي سرچینو د ازادي راډيو مشال برخې ته کړې ده.

په همدې حال کې د پاکستان د طالبانو تحریک ویاند هم دا خبره تائید کړې ده خو د دغو وژل شویو پاکستاني مشرانو نومونه‌یې نه‌دي اخیستي.

تر اوسه د پکتیکا چارواکو په دې اړه څه نه‎دي ویلي.

XS
SM
MD
LG