د لاسرسي لېنکونه

امریکايي چارواکي وايي، د دغه هېواد لوېدیځ کې د واشنګټن ایالت د سوداګرۍ په یوه مرکز کې یې پر خلکو د ډزو په شک یو تن نیولی دی.

د واشنګټن ایالت د ګزمې د ادارې ویاند مارک فرانسېس تېره شپه په ټویټر کې ولیکل:

"ټوپکوال تېره شپه د امنیتي ځواکونو له لوري ونیول شو."

د دغه مشکوک حمله کوونکي د نیونې په اړه نور جزئیات نه‌دي ورکړل شوي.

د تېرې جمعې په ورځ ناوخته سیپټمبر د ۲۳مه د واشنګټن ایالت د برلېنګټن ښار په یوه لوی پلورنځي کې ۵ تنه هغه مهال ووژل شول چې یوه وسله‌وال پر خلکو ډزې وکړې.

تر اوسه پورې د دغه کس له لوري پر خلکو د ډزو انګېزه نه‌ده څرګنده شوې، خو چارواکي وايي، داسې نښه‌‎یې نه‌ده لیدلې چې دا برید دې ترورېستي عمل وي.

XS
SM
MD
LG