د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۵

کندز ولایتي شورا: د ښار شاوخوا سیمو کې لاهم وسله‎وال طالبان شته


د کندز ولایتي شورا یو شمېر غړي د دې ولایت اوسني وضعیت په اړه اندېښمن دي او وايي چې لا هم وسله‎وال طالبان د کندز مرکز شاوخوا سیمو کې همدارنګه د دې ولایت د لویو لارو په دواړو خواو کې فعاله حضور لري.

د کندز ولایت د ولایتي شورا یو تن غړی امرالدین ولي وايي چې تر اوسه پورې د دې ولایت د مرکز شاوخوا سیمې د وسله‎والو طالبانو له شتونه نه‌دي پاک شوي.

د کندز ولایت د ولایتي شورا یو تن غړی امرالدین ولي
د کندز ولایت د ولایتي شورا یو تن غړی امرالدین ولي

ښاغلی ولي وویل:

"اوس‌مهال یوازې د کندز ښار څلور دروازې د دولتي ځواکونو په کنټرول کې دي، خو د کندز مرکز پورې اړوند کلیو کې همدارنګه د لویو لارو په دواړو خواوو کې طالبان حضور لري او د سفر پر مهال هېڅ‌‎څوک د خوندیتوب احساس نه‎کوي."

په ورته وخت کې د کندز ولایتي شورا یو بل غړی غلام رباني وايي، څو چې د کندز مرکز پورې اړوند د ګل تېپې سیمه، چهار درې ولسوالۍ، دشت ارچي ولسوالۍ همدارنګه د خان‎اباد ولسوالۍ اقتاش سیمه د طالبانو له شتونه نه‌وي تصفیوي شوې، په دې ولایت کې امنیت راوستل ناشونی کار دی.

د کندز د ولایتي شورا غړی غلام رباني
د کندز د ولایتي شورا غړی غلام رباني

ښاغلي رباني زیاته کړه:

"موږ د مرکزي حکومته غواړو، څو په دې ولایت کې د طالبانو پر وړاندې روان تصفیوي عملیات ګړندي کړي او دغه ولایت د طالبانو له شتونه تصفیه کړي."

د ولایتي شورا غړي د دې ولایت د یو شمېر سیمو د بېرته نیولو په برخه کې د افغان ګډو ځواکونو له مېړانې او سرښندې مننه کوي.

په همدې حال کې د کندز ولایت یو شمېر اوسېدونکي هم شکایت کوي چې مرکزي حکومت په دې ولایت کې د امنیت راوستو په برخه کې کوټلي ګامونه نه‌دي پورته کړي.

د نوموړي ولایت دوو تنو اوسېدونکو ازادي راډیو ته وویل:

"خان محمد یم، کله چې وسله‎وال مخالفین د ښار په دوه کېلومترۍ او درې کېلومترۍ کې فعاله حضور ولري، تنها د ښار د چوک او د بازار د دوکانو امنیت خو هېڅ معنا نه‎لري."

"ارشاد خان یم، که د ښار شاوخوا سیمې د طالبانو له شتونه پاکې نه‎شي، کېدای شي طالبان بیاخپلو برېدونو ته زور ورکړي، نو موږ له دولته غواړو چې دغه ولایت د طالبانو له شتونه تصفیه کړي."

بل‎خوا د کندز سیمه‌ییز چارواکي وايي چې اوس‎مهال د کندز دشت ارچي ولسوالۍ کې د "۱۶ تندر" په نوم د افغان ګډو ځواکونو تصفیوي عملیات دوام لري.

کندز کې د پامیر د شلمې فرقې د ارکان رئیس برید جنرال سید قربان موسوي
کندز کې د پامیر د شلمې فرقې د ارکان رئیس برید جنرال سید قربان موسوي

کندز کې د پامیر د شلمې فرقې ارکان رئیس برید جنرال سید قربان موسوي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"د افغان ګډو ځواکونو تصفیوي عملیات په دې دشت ارچي ولسوالۍ کې جریان لري او تر اوسه پورې موږ ډېرې ښې لاسته راړونې لرو او دغه عملیات به تر هغه وخت پورې دوام ولري، څو چې کندز د طالبانو له شتونه نه‌وي تصفیه شوی."

که څه هم اوس‌مهال د کندز ښار ظاهراً ارامه برېښي، خو د کندز ښاریان بیا وايي، مرکزي حکومت او د کندز سیمه‌ییزې ادارې له خلکو سره د امنیت راوستو په برخه کې بېلابېلې ژمنې کړې وې، خو تر اوسه پورې دغه ژمنې عملي شوي نه‌دي، نو له کبله‌یې ورځ تر بلې د حکومت پر وړاندې د خلکو د بې‌باورې فضا پراخېږي.

راپور: اجمل ارین

XS
SM
MD
LG