د لاسرسي لېنکونه

logo-print

د ایټالیا د سمندري ځواک یوه بېړۍ د ایران بندر عباس ته ورسېده.

دا په تېرو ۱۵ کلونو کې د یوه لوېدیځ هېواد د سمندري ځواک لومړنۍ بېړۍ ده چې د ایران په یوه بندر کې لنګر اچوي.

د ایټالیا سمندري ځواک وویل، دا بېړۍ د دوو هېوادونو د سمندري ځواکونو تر منځ د تاریخي او ښو اړیکو د بیا پیلېدو په لړ کې د ایران دغه جنوبي بندر ته تللې ده.

د ایران نیمه دولتي خبري اژانس ایسنا وویل، دا بېړۍ دوه اوونۍ وروسته له دې بندر عباس ته ورسېده چې د ایټالیا د سمندري ځواک یوه پلاوي تهران ته سفر وکړ.

XS
SM
MD
LG