د لاسرسي لېنکونه

د پروان والي وایي، بګرام کې مېشتو نړیوالو ځواکونو ژمنه کړې چې د خلکو د ستونزو هواري لپاره په دغه ولایت کې د مرستې رسولو پروګرام پیلوي.

محمد عاصم عاصم ازادي راډیو ته وویل، د دغو ځواکونو له لوري په بېلابېلو برخو کې د مرستو ژمنه شوې ده.

ښاغلي عاصم زیاته کړه:

"د بګرام د هوايي ډګر قوماندان موږ ته یو لړ مرستې وړاندې کړي او ویلي یې دي چې د پوهنې، روغتیا، ټولنیزو خدمتونو په برخه کې مرسته کوي."

ښاغلی عاصم وايي، بګرام کې دېره ځواکونو ژمنه کړې چې په سیمه کې به له پنځه زرو تر یو لک امریکايي ډالرو پورې وړې پروژې تمویل کړي.

XS
SM
MD
LG