د لاسرسي لېنکونه

کابل کې د مصر سفارت وايي، دغه هېواد تل په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګېدو ملاتړ کړی دی.

د مصر سفارت په خبرپاڼه کې چې پرون خپره شوه، دغه‌راز راغلي دي چې مصر د افغانستان له حکومت سره د پولیسو د روزنې، تعلیمي بورسونو او بشري مرستو په شمول په بېلابېلو برخو کې همکاري کړې ده.

د خبرپاڼې له مخې د مصر سفارت پرون شنبې د افغانستان لپاره بشري مرستې، افغاني سره میاشت ټولنې ته وسپارلې.

په دغو مرستو کې د ژمي له رارسېدو مخکې د کورنیو د اړتیا وسایل لکه کمپلې، درمل، طبي سامان او نور لومړني مواد شامل دي.

XS
SM
MD
LG