د لاسرسي لېنکونه

د جرمني هامبورګ ښار کې سلګونو افغان کډوالو د شنبې په ورځ د دوی د ستنولو پر ضد لاریون وکړ.

د دغه لاریون د سمونوالو څخه یو تن، جاوید دوست تېره شپه ازادي راډیو ته وویل:

"زموږ اعتراض د هغه هوکړه‎لیک په خاطر وو چې د افغانستان دولت او جرمني تر منځ لاسلیک شوی او یا به لاسلیک شي. د دغه لاریون هدف له دغه هوکړه‎لیک او د افغان کډوالو له ستنولو سره د مخالفت اعلان وو."

دوست وویل، د هغو شمېرو له مخې چې پولیسو دوی ته ورکړي، په دې لاریون کې ۱۲۰۰ تنو برخه اخیستې وه.

ده د جرمني له حکومته وغوښتل چې له افغان کډوالو سره، د ده په وینا له تبعیضه ډک چلند و نه‌کړي.

د دوست غوښتنه هم د ملي یووالي له حکومته همدا ده.

دی وايي:

"زموږ خبره دا ده چې په‎ خپله خوښه هېڅ ستنېدنه نه‌شته او هېڅ افغان کډوال باید بېرته افغانستان ته ونه‌لېږل شي. هر هغه هوکړه‎لیک او پرېکړه‎لیک چې د افغانستان دولت او یا نورو اروپایي هېوادونو تر منځ وشي، موږ یې نه‌منو او پر ضد یې درېږو."

XS
SM
MD
LG