د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۰

احمدزی: تر اوسه راستانه شویو کډالو ته لومړنۍ مرستې نه دي رسېدلي


د ولسي جرګې ځينې غړي د نویو راستنه شويو افغان کډوالو په برخه کې د کډوالو او راستېدونکو چارو وزارت په کړنو انتقاد کوي وايي چې حکومت دوی ته په رسېدو کې پاتې راغلی دی.

د ولسي جرګه وايي، هغه افغان کډوال چې له پاکستانه راستانه شوي له ناوړه حالت سره مخ دي چې افغان حکومت باید ورته پاملرنه وکړي.

ولسي جرګه د افغان کډوالو ستونزو ته د رسېدګۍ په برخه کې د کډوالو او راستېدونکو چارو وزارت ناکام بولي وايي، سره له دې چې کلونه وړاندې د کډوالو وزارت په دې پوهېده چې کډوال بېرته هېواد ته راستنېږي، خو پلان یې ورته نه دی نیولی.

د کوچیانو، قبایلو او کډوالو د کمېسیون غړي محمد نذیر احمدزي د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د کډوالو او راستېدونکو چارو وزارت تر اوسه راستانه شویو کډوالو ته لومړنۍ مرستې او د اوسېدو ځایونه نه دي برابر کړي.

محمد نذیر احمدزی
محمد نذیر احمدزی

هغه زیاته کړه:

"د کډوالو وزارت افغان مهاجرینو ته د اسانتیاوو به برابرولو کې ناکام دی، دغه وزارت حتی په دې هم نه دی توانېدلی چې يو کمېسیون را وغواړي او د کډوالو ستونزې ورسره شریکې کړي،د کډوالو حالت د اندېښنې وړ دی او دوی په دښتو کې خپل ژوند پرمخ وړي."

هغه وايي، سره له دې چې دغه وزارت ته دنده سپارل شوې وه چې د کډوالو ستونزو ته رسېدنه وکړي خو لیدل کېږي چې کډوال لا هم د ځای د نشتوالي ترڅنګ له لومړنیو مرستو بې برخې دي.

د ښاغلي احمدزي په وینا د افغان کډوالو ستونزو ته د رسېدو په خاطر ولسمشر غني نږدې درې سوه پنځوس میلیونه ډالر بودجه برابره کړې چې د يوه موظف کمېسیون له لارې به ولګول شي.

د کډوالو او راستېدونکو چارو وزارت د شمېرنو له مخې هره ورځ شاوخوا ۵۰۰۰ کډوال له پاکستان څخه هېواد ته را ستنېږي چې د کال له پیل راهیسې تردې مهاله نږدې دوه سوه پنځوس زره کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.

په ورته وخت کې يو شمېر راستانه شوي کډوال وايي چې افغان حکومت په خپلو ژمنو عمل نه دی کړی او دوی له حکومت څخه غواړي چې د دوی د سرپناه ستونزه حل کړي.

دوه راستانه شوي کډوال خدایداد او عبدلکریم وايي:

"هلته پردی وطن و، خو بیا یې هم موږ ته په کمپونو کې ځای راکړی و، مګر دلته زموږ خپل وطن دی، موږ ته باید په هرحال کې ځای راکړل شي."

"که چېرې حکومت موږ ته ځای راکړي، نو ټول کډوال به وطن ته راشي او هیڅوک به هلته پاتې نشي."

په همدې حال کې د کډوالو او راستېدونکو چارو وزارت وايي چې پر داسې یو پلان کار کوي چې له عملي کېدو سره به یې د کډوالو ستونزې هوارې شي.

ددغه وزارت مطبوعاتي سلاکار حفیظ احمد میاخېل ازادي راډيو ته وویل چې د کډوالو په برخه کې د ملګرو ملتونو کمیشنری یا UNHCR د دوی د وزارت سره په همغږۍ د کډوالو سره نغدي مرستې کوي او په نږدې راتلونکي کې به د کډوالو د سرپناه ستونزه هم حل شي.

حفیظ احمد میاخېل
حفیظ احمد میاخېل

هغه زیاته کړه:

"کوم کسان چې د کډوالۍ کارتونه لري او بیرته هېواد ته راستنېږي، د وزرات په همغږۍ له دوی سره د یو ان ایچ سي ار له لارې مرستې کېږي او د کس په سر څلور سوه ډالره ورکول کېږي، له دې ډېر څه د وزارت له وسه پورته ده."

د هغه په وینا ۸۰ سلنه هغه کډوال چې له هغوی سره د یو ان ایچ سي ار لخوا مرستې نه کېږي هغوی د کډوالو وزارت په پلان کې شامل دي چې دا پروسه په نږدې وخت کې له ننګرهاره پیلېدونکي ده.

د ولسي جرګې غړی نذیر احمدزی له حکومته غواړي چې د کډوالو ستونزې د بروکسل په کنفرانس کې مطرح کړي او له نړیوالو وغواړي، هغه بودجه چې پخوا د افغان کډوالو په نوم ایران او پاکستان ته ورکول کېده له دې وروسته د افغان حکومت له لارې ولګول شي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG