د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۹

بارکزی: د ارزګان امنیتي وضعیت کې هيڅ ښه والی نه دی راغلی


په ولسي جرګه کې د ارزګان د خلکو یو شمېر استازي او د دغه ولایت د مدني ټولنې ځینې غړي وایي، مرکزي حکومت ددغه ولایت امنیتي وضعیت ته پام نه کوي.

دوی د شنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د ارزګان اکثره ولسوالۍ له سقوط سره مخ دي او ددغه ولایت په امنیتي وضعیت کې هېڅ ښه والی نه دی راغلی.

دوی وايي، د ارزګان خلک په خورا بد امنیتي او ټولنیز وضعیت کې ژوند کوي او که حکومت له ځنډ پرته جدي اقدامات ونه کړي دلته به لوی ناورین رامنځته شي.

په ولسي جرګه کې د ارزګان د خلکو استازی عبیدالله بارکزی وايي چې حکومت هغه شان چې لازمه وه ارزګان ته پام نه دی کړی.

هغه زیاته کړه:

"تر دا اوسه چې له تاسو سره زه خبرې کوم، د ارزګان په امنیتي وضعیت کې هېڅ ډول ښه والی نه دی راغلی، نه ساحه تصفیه شوې او نه هم عملیات شوې دي تراوسه پورې مرکزي ادارې داسې کار نه دی کړی چې هغه د ارزګان د خلکو د قناعت وړ وګرځي."

ښاغلی بارکزی زیاتوي چې د افغان امنیتي ځواکونو اووه تنه سرتېري په ارزګان کې لادرکه دي او هلته وضعیت ډېر جدي دی.

د ولسي جرګې یو شمېر غړیو هم د ارزګان پر امنیتي وضعیت اندېښنه وښوده.
د ولسي جرګې یو شمېر غړیو هم د ارزګان پر امنیتي وضعیت اندېښنه وښوده.

​د ولسي جرګې یو شمېر غړیو هم د شنبې په ورځ د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې د ارزګان پر امنیتي وضعیت اندېښنه وښوده او په دې برخه کې یې د حکومت د جدي اقداماتو غوښتنه وکړه.

نږدې دوې اوونۍ وړاندې وسله والو طالبانو د ارزګان پر مرکز ترینکوټ تهاجمي حملې وکړې چې د چارواکو په خبره د امنیتي ځواکونو له سخت غبرګون سره مخ او طالبان شا تګ ته مجبور شول.

بل خوا د ارزګان د سیمه ییز چارواکو په خبره اوس هم د افغان امنیتي ځواکونو او وسله طالبانو ترمنځ ترینکوټ ښار ته څېرمه او ولسوالیو کې جګړه روانه ده.

په ورته وخت کې د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د افغان ځواکونو د تجهیز او اکمالاتو لپاره هڅې روانې دي او کوښښ کېږي چې د وسله والو طالبانو د ګواښونو مخه ونیول شي.

د دغه وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش وايي، افغان ځواکونه ژمن دي چې د ارزګان د خلکو امنیت وساتي.

رادمنش: افغان ځواکونه ژمن دي چې د ارزګان د خلکو امنیت وساتي.
رادمنش: افغان ځواکونه ژمن دي چې د ارزګان د خلکو امنیت وساتي.

هغه زیاته کړه:

"موږ د ارزګان ولایت له ټولو ولسوالیو څخه دفاع کوو، موږ تر اعظمي حده هڅه کوو، د دښمن د هغو حملو مخنیوی وکړو چې د خلکو د اوسېدنې په سیمو کې یې کوي، موږ د شپی عملیات، کمانډو او ځانګړې قطعات له لارې د دښمن د فعالیتونو مخه نیسو چې دا عملیات د ترینکوټ ښار په شاوخوا کې روان دي."

وروسته له هغې چې دارزګان مرکز ترینکوټ ځینې امنیتي پوستې د وسله والو طالبانو لاس ته ورغلې، د کورنیو چارو وزارت، د دغه ولایت امنیه قوماندان او د امنیت امر له دندو ګوښه کړل.

له بل لوري د پوځي چارو افغان کار پوه عتیق الله امرخېل وايي، وسله وال مخالفان له پوځي مانورو نه په ګټې اخیستنې هڅه کوي پر ځینو ځایونو فشارونه زیات کړي:

پوځي کارپوه عتیق الله امرخېل
پوځي کارپوه عتیق الله امرخېل

"له هوايي ځواک څخه باید استفاده وشي او تر اخرې نقطې باید وځپل شي که چېرته یو ځل په شاه تمبول کېږي او هغوۍ بېرته راځي دا به د افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې ترڅنګ د دښمن د مورال د لوړیدو سبب هم شي."

هغه زیاته کړه که چېرې حکومت غواړي چي ارزګان او نور ولایتونه د دښمن له فشار څخه خوندي کړي، باید له بهرنیو ځواکونو مرسته وغواړي او پرهغوی هوایی حملی زیاتی کړي.

راپور: شریف الله شرافت

XS
SM
MD
LG