د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۲

مرتضوي: هره اداره مکلفه ده خبریالانو ته پر وخت معلومات ورکړي


افغان حکومت اطلاعاتو ته د لاس رسي قانون د پلي کېدو کمپیاین پیل کړ او وايي چې هره اداره مکلفه ده خبریالانو ته پر وخت معلومات ورکړي.

د جمهوري ریاست وايي، د ازادو رسنیو د فعالیت څخه ملاتړ او اطلاعاتو ته د لاس رسي لپاره هڅې کوي.

افغان حکومت وايي، له هغو ادارو او ویاندویانو سره به قانوني چلند کېږي چې خلکو ته د رسنیو له لارې پر وخت د معلوماتو ورکولو څخه ډډه کوي.

د جمهور رئیس د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي د شنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې افغان حکومت په هېواد کې د ازادو رسنیو د فعالیت څخه د ملاتړ په خاطر اطلاعاتو ته د لاس رسي قانون د عملي کېدو کمپاین پیل کړی.

هغه وايي د دې قانون څخه د ملاتړ تر څنګ به د حکومت ویاندویان مکلف وي چې هره ورځ د رسنیو له لارې خلکو ته معلومات ورسوي.

مرتضوي: د حکومت ویاندویان مکلف دي چې هره ورځ د رسنیو له لارې خلکو ته معلومات ورسوي.
مرتضوي: د حکومت ویاندویان مکلف دي چې هره ورځ د رسنیو له لارې خلکو ته معلومات ورسوي.

هغه زیاته کړه:

"د جمهوري ریاست د ویاندوی دفتر د بېلابېلو وزارتونو د ویاندویانو سره په همکاري پریکړه کړې چې د رسنیزو بنسټونو سره یو ځای اطلاعاتو ته د لاس رسي قانون کمپاین اعلان او ترې ملاتړ وکړي."

ولسمشر غني د ۱۳۹۳ لمریز کال د لیندۍ په میاشت کې اطلاعاتو ته د لاس رسي قانون توشیح کړ چې شپږ فصلونه او دوه دیرش مادې لری.

خو افغان خبریالانو او د رسنیو څخه د ملاتړ ادارو ډېر وخت د هغې په عملي کېدو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې لا هم د حکومت څخه پر وخت د معلوماتو په اخیستلو کې ستونزې موجودې دي.

د دې کمپیاین د پیل تر څنګ افغان حکومت د رسنیو څخه د ملاتړ غږ د ملګرو ملتونو د عمومې اسمبلې په روانه غونډه کې هم جېګ کړ.

د جمهور رئیس مرستیال سرور دانش د ملګرو ملتونو غونډې ته د افغان ژورنالستانو د ستونزو د بیان تر څنګ غوښتنه وکړه چې په ملګرو ملتونو کې د افغان خبریالانو استازی وټاکل شي.

اطلاعاتو ته د لاس رسي په کمېسیون کې د مدني ټولنو استازی او د یاد کمېسیون رئیس سید اکرام افضلي وايي، حکومت یو ځل بیا ژمنه تازه کړه خو باوري نه دی هغه څه چې خلک یې غواړي تر دوی ورسېږي.

افضلي: باوري نه یو هغه څه چې خلک یې غواړي تر دوی ورسېږي.
افضلي: باوري نه یو هغه څه چې خلک یې غواړي تر دوی ورسېږي.

هغه زیاته کړه:

"دوی راشي شعار ورکړي او د خلکو هیلې لوړې کړي او بیا هغه کارونه چې باید تر سره شي په بنسټیزه توګه نه ترسره کېږي، د حکومت له خوا نه د دغه کمپاین اعلان باندې نه پوهیږم چې څه معنا لري، که چېرې حکومت غواړي چې خپل ویاندویان د رسنیو مرکز ته راولي او خلکو ته څه ووايي خو دا ډېره کوچنۍ برخه ده."

په افغانستان کې دا مهال ۷۵ تلویزیوني چینلونه،۲۰۰ راډیو ګانې او سلګونه چاپي رسنۍ دي چې د حکومت د معلوماتو له مخې لس زره خبریالان په کې په دندو بوخت دي.

سید اکرام افضلي وايي، له ځینو استثناوو پرته حکومت مکلف دی چې خلکو ته د رسنیو له لاری په وخت معلومات ورکړي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG