د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۵

د سالنګ تونل د بیا رغولو تفاهم لیک لاسلیک شو


د افغانستان د مالیې وزیر او په افغانستان کی د اسیا پراختیایي بانک د مشر ترمنځ د سالنګ تونل د بیا رغولو تفاهم لیک لاسلیک شو.

د مالیې وزارت وايي، د سالنګ تونل په بیا رغوېدو نږدې ۳۲ میلیونه ډالره لګښت راځي.

یاد وزارت وایي، د سالنګ تونل د بیا رغولو او ترمیم تدارکاتي کارونه پیل شوي او عملي چارې به یې د ۲۰۱۷ میلادي کال په سرکې پیل او تر ۲۰۱۹ کاله پوري به دوام وکړي.

دغه تفاهم لیک د شنبې په ورځ د افغانستان د مالیې وزیر اکلیل حکیمي او په افغانستان کې د اسیا پراختیایي بانک مشر ټام پنیلا ترمنځ په کابل کې لاسلیک شو.

د مالیې وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحیمزي په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

د مالیې وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحیمزی
د مالیې وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحیمزی

"تدارکاتي چارې پیل شوي دي او له ۲۰۱۷ تر ۲۰۱۹ یعني دوو کلونو پوری دي چې له هغه وروسته څلورو نورو کلونو لپاره دي چې دا به وروستۍ کېږي او د مطالعاتو په برخه کې کارونه کېږي، خو تدارکاتي چاریې تر کار لاندې دي او د ۲۰۱۷ کال جنورۍ څخه یې عملاً تطبیق یې پیلېږي."

ښاغلي عبدالرحیمزي وویل چې د دغې پروژې مجموعي لګښت نږدی۳۲ میلیونه ډالره دی چې ۱۵ اعشاریه ۹۲ میلیونه یې د جاپان او پاتې نور یې د اسیا پراختیایي بانک لخوا ورکول کېږي او د حکومت لخوا به ولګول شي.

د سالنګ تونل چې د افغانستان شمالي ولایتونه له پایتخت کابل سره نښلوي نږدې ۵۰ کاله وړاندې د پخواني شوروي اتحاد په مالې مرسته جوړه شوی.

د سالنګ تونل د افغانستان شمالي ولایتونه له پایتخت کابل سره نښلوي
د سالنګ تونل د افغانستان شمالي ولایتونه له پایتخت کابل سره نښلوي

د افغانستان د مالیې وزارت چارواکي وایي، د اسیا پراختیایي بانګ له ۱۴ کلونو راپدې خوا په افغانستان کې د سړکونو او هوایې ډګرونو په جوړولو ۲ اعشاریه ۲ میلیارد ډالر لګولي دي.

په عین حال کی د ولسي جرګې د مواصلاحاتو او مخابراتو کمېسیون یو شمېر غړي وایي چې دا ځل باید د سالنګ تونل د بیا رغولو چارې د متخصصو کسانو لخوا طرحه او له با کیفیته موادو څخه کار واخیستل شي.

د دغه کمېسیون یوه غړي انجینر صاحب خان ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې په تېر کې هم څو ځله د سالنګ لویه لاره رغول شوې، خو په وینا یې چې د بې کیفیته موادو د کارېدو له وجې دغه لاره بېرته ژر تخریب شوې ده.

هغه زیاته کړه:

"د سالنګ سړکونه د ژمې په موسم کې خورا له خراب وضعیت سره مخ وي او ډېر جدي ترمیم ته اړتیا لري، دوه ځلې پخوا هم سالنګ تونل بیا رغول شوی، خو د فني کسانو کمزورتیا او بې کیفیته موادو د کارولو له وجې د یوه کال په جریان کې دا تونل بېرته خراب شو، نو زموږه جدي هیله داده څو هغه نقشه چې روسانو تطبیق کړې وه هماغه نقشه بېرته ډیزاین شي."

د افغانستان د مالیې وزارت چارواکي وایي، د سالنګ لویه لاره منځني اسیا ته د ترانزیت له درکه هم مهمه ده او د افغانستان د اقتصاد په پیاوړتیا کې مهم رول لري.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG