د لاسرسي لېنکونه

په شمالي سالنګ کې طالبانو د پولیسو پر یو رینجر موټر برید کړی چې له کبله دوه پولیس او یوه مېرمن وژل شوې دي.

د خنجان ولسوال لطف الله عاطفي ازادي راډیو ته وویل چې دغه پېښه نن له غرمې مخکې د شمالي سالنګ په سیمه کې شوې او برید کوونکي په تېښته بریالي شوي دي.

د نوموړي په وینا د پولیسو دغه رینجر موټر له کابل څخه پلخمري ته پرلاره وو.

طالبانو د برید مسولیت پرغاړه اخیستې او ادعا یې کړې چې په دغه برید کې پنځه پولیس وژلې دي، خو د خنجان ولسوال د طالبانو دغه ادعا سمه نه بولي.

XS
SM
MD
LG