د لاسرسي لېنکونه

د افغانستان د مالیې وزارت د جاپان او د اسیا پراختیايي بانک ترمنځ د سالنګ تونل د رغولو تړون نن لاسلیک شو.

ددغه تړون له مخې به پنځه لس میلیونه ډالر جاپان او اولس میلیونه اسیایي بانک افغان حکومت ته ورکوي او دا دوه دیرش میلیونه ډالر به په اساسي توګه د سالنګ تونل د جوړولو په برخه کې د افغان حکومت لخوا لګول کېږي.

د مالیې وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحمیزی وايي چې په اساسي توګه د سالنګ تونل د رغولو چارې به د ۲۰۱۷ میلادی کال په لومړیو کې پیل شي:

"تدارکاتي چارې یې شروع شوې او د دوه زره اولسم کال د جنورۍ د میاشتې څخه به یې عملي کار هم پیل شي."

د اسیا پراختیايي بانک او جاپان له تېرو پنځلسو کالو راهیسې له افغانستان سره سلګونه میلیونه ډالره مرسته کړې.

XS
SM
MD
LG