د لاسرسي لېنکونه

امریکایي چارواکي اوس په واشنګتن ایالت کې د تېرې شپې د ډزو په پېښه کې د څلورو ښځو د وژل کېدو خبره کوي.

پولیسو په لومړي سرکې د څلورو کسانو د وژل کېدو خبره کړې وه وروسته یې د غه شمېره درې ښودلې وه او د پېښې له پلټلو سره یې د مړیو شمېر بېرته څلور یاد کړ.

دغه پېښه تېر ماښام شاوخوا اونیمې بجې په یوه شاپنګ سنټر کې د بورلنګټن په ښار ګوټي کې چې د سیاتل په شمال کې نږدې سل کیلومتره لرې پروت دی شوې ده.

حمله کونکی هم د پېښې له ځایه تښتېدلی دی.

د واشنګټن ایالت د پولیسو د ګزمې ویاند مارک فرانسیس د پېښې ځای ته نږدې خبریالانو ته وویل:

"ټول پنځه قربانیان دي، درې تنه دلته د دغه مارکیټ په میسي پلورنځي کې وژل شوي، یو سړی په روغتون کې دې چې د مړینې احتمال یې ډېر زیات دی او د یوې ښځې ټپونه جدي نه دي."

د NBC ټلویزیونې شبکې د واشنګټن ایالت د پولیسو له قوله وویل چې د دې نښې نشته چې دغه ډزې دې تروریستي عمل وګڼل شي.

XS
SM
MD
LG