د لاسرسي لېنکونه

د عراق د تکریت ښار په شمال کې د پولیسو پر یوه پوسته د سخت دریځو په برید او موټر بم چاودنه کې دولس کسان وژل شوي دي.

د عراق پولیسو او پوځي سرچینو نن وویل چې د ۲۰۱۵ کال د اپریل راهیسې چې تکریت له اسلامي دولت ډلې بېرته نیول شوی، دا ډول حمله نه وه شوې او هغه لومړنۍ حمله ده.

تکریت د بغداد شمال په ۱۵۰ کیلومترۍ کې دی.

پولیسو وویل چې یوه سخت دریځي په پوسته کې په ډزو څلور پولیس ووژل چې وروسته په خپله د ډزو په تبادله کې ووژل شو.

دوه نورسخت دریځي له پوستې اوه کیلومتره وړاندې د ښار تر پولې ورسېدل او پر چاوېدونکو موادو بار پیک اپ موټر یې والوزاوه چې په ترڅ کې یې اته تنه ووژل شول او ۲۳ نور ټپیان شول.

XS
SM
MD
LG