د لاسرسي لېنکونه

د امریکا د واشنګتن ایالت پولیس وایي، درې تنه د سیاټل ښار په شمال کې په یوه شاپنګ مال کې په ډزو کې وژل شوي او دوه ټپیان شوي.

حمله کونکی هم د پېښې له ځایه تښتېدلی دی.

مخکې پولیسو په دې پېښه کې د څلورو کسانو د وژل کېدو خبره کړې وه خو دغه شمېر وروسته له هغې کم شو چې د پېښې ځای امن او وپلټل شو.

دغه پېښه تېر ماښام شاوخوا اونیمې بجې په یوه شاپنګ سنټر کې د بورلنګټن په ښارګوټي کې چې د سیاتل په شمال کې نږدې سل کیلومتره لرې پروت دی شوې ده.

د NBC ټلویزیونې شبکې د واشنګټن ایالت د پولیسو له قوله وویل چې د دې نښې نشته چې دغه ډزې دې تروریستي عمل وګڼل شي.

XS
SM
MD
LG