د لاسرسي لېنکونه

د سپتمبر ۲۳مه تېر کال په کوټه کې په يوه درې ورځني سېمينار کې د پښتنو د کلتور د ورځې په توګه ټاکل شوې وه، پرون په کوټه کې د پښتو اکاډمۍ له خوا د دې ورځې د لمانځنې په اړه جوړ شوي سېمينار کې ويناوالو ويلي چې په پاکستان کې د پښتنو کلتور او ژبو د له منځه تلو په حال کې دي او خوندي کولو ته يې ډېره اړتيا ده.

تېر کال دا ورځ په کوټه او نورو پښتني سيمو کې هم په جشنونو او اتڼونو ولمانځل شوه، خو سږ کال د کوټې د وروستۍ خونړۍ پېښې له امله يوازې د سمينارونو او غونډو په بڼه ولمانځل شوه.

د کوټې پښتو اکاډمۍ له خوا په را بلل شوي سېمينار کې ليکوالو او پوهانو تر ډېره په پاکستان کې د پښتنو د کلتورپالنې په څنګ کې د پښتو ژبې د خوندي کېدا خبره وکړه او ټينګار يې وکړ چې که ژبه مو ژوندۍ پاته نه شي نو کلتور به مو هم د مرګ شومه شي.

پروفيسر محمود اياز په دې اړه وويل:

"ژبه او کلچر سره تړلي دي چې تر څو مو ژبه را برسېره کړې نه وي زموږ کلتور ژوندى نه شي پاتېداى، هغه کلتورونه ژوندي پاته دي او د نړۍ پر مخ خپله پېژندګلوي لري چې ژبه يې ژوندۍ ساتلې ده."

د پاکستان په هغو ښارونو کې چې پښتنو پکې خپله ژبه بايللې ده په کلتوري لحاظ هم له خپل قامه پرې شوي دي.

ليکوال او شاعر خليل باور وايي، پښتو چې په پاکستان کې د تعليم او اقتصاد ژبه نه ده ورځ تر بلې د اردو ژبې تر اغېز لاندې راځي او اوس يې خلک شمېر هم نه وايي:

"دا وخت خو ژبه زموږ له خولو روانه ده، موږ چې دا يو دوه درې شمېر وايو دا اوس بېخي هيڅوک هم نه وايي، په بازار کې چې سودا اخلي وايي، د "دالو کيلو په ډهايي سو دى" دوه نيم سوه د خلکو هېر شو، وخت هم دغسې دى وايي "ساړې ګياره بجې شوې" يوولسنيمې هيڅوک هم نه وايي، که موږ په کورونو کې پښتو نه وايو، ماشومان مو په سکول کې اردو وايي په کوڅه کې بلوڅي براهوي وايي پښتو به له چا زده کوي؟ که خپله ژبه را ټينګه کړو نو بيا مو کلچر له لاسه نه شي تلاى."

د بلوچستان پوهنتون د پښتو ادبياتو د پوهنځي استاد ډاکټر برکت شاه کاکړ وايي، د بل هر کلتور په شمول د پښتنو په کلتور کې هم د مثبتو ارزښتونو تر څنګ داسې شيان هم شته چې تر وخت تېر دي او بدلون ته يې اړتيا ده، ډاکټر برکت شاه وايي پښتو ژبې او پښتني کلتور د استعماري قوتونو له امله په تياره کې پاته شوي دي.

هغه زیاته کړه:

"څنګه چې تهذيبونه مري همدغه رنګه کلچر او ژبې هم مري، خو فرق دا دى لکه څنګه چې يو انسان طبعي ژوند وکړي او په خدايي مرګ مړ شي او ځينې انسانان د نورو خلکو له خوا و وژل شي، له کلچر سره هم دغه ستونځه ده، زموږ په شمول د محکومو قومونو خلکو ژبه، پېژندنه او کلچر هم د استعماري کړيو تر تسلط لاندې دي."

په سېمينار کې ويناوالو وويل چې د پاکستان په سرکاري رسنيو او تعليمي نصاب کې د نورو قومونو په شمول د پښتنو کلتور هم په منفي توګه انځور شوى دى، برکت شاه کاکړ وايي، د پاکستان په فلمونو او رسنيو کې د پښتنو سپکاوى کېږي:

"پر ملکي رسنيو د پښتنو کلچر، ژبه او تصوير په منفي توګه وړاندې کېږي، که د پاکستان ډرامې وګورو، که يې تېټرونه وګورو، که يې له نهو تر يوولسو بجو په پنجابي طرز پروګرامونه وګورو په دې هر څه کې پر پښتنو ملنډې وهل کېږي، له "خدا کےلئے" يې ونيسه تر اوسني وروستي فلم پورې په ټولو کې د خلکو د خندولو لپاره د پښتنو د سپکاوي کردارونه دوى ايښي دي."

د کوټې د پښتو اکاډمۍ مشر سيد خير محمد عارف وويل په پښتونولي کې چې د پښتنو کوم ارزښتونه وو، هغه پخوا د پښتنو د ژوند تېروله يوه مثبته او ګټوره لاره وه، خو وايي اوس د سياسي دسيسو له مخې د پښتنو مثبت ارزښتونه، ژبه او تاريخ له منځه وړل کېږي.

د کوټې د پښتو اکاډمۍ مشر سيد خير محمد عارف

د کوټې د پښتو اکاډمۍ مشر سيد خير محمد عارف

هغه زیاته کړه:

"زموږ کلتور يو اجتماعي رنګ درلود، په هغه کې زموږ غم خوشالي او د ژوند تېرولو طريقې هر څه شامل وو، که همسايتوب وو که چا پناه راوړله هغه درنښت درلود، که واده وو هم د ټول کلي خوشالي به بلل کېده، خو له بېلابېلو اړخونو دا کلتور وهل کېږي، قصداً داسې دسيسې روانې دي چې زموږ کلتور، عنعنه، تاريخ او ژبه له منځه وړي."

د بلوچستان د تعليم وزير عبدالرحيم زيارتوال وويل، که هر څوک په هره بڼه غواړي چې د پښتنو کلتوري ارزښتونه له منځه يوسي مخه به يې نيول کېږي او هيچاته به اجازه ور نه کړي چې د پښتنو په کلتور يا ژبه ملنډې ووهي:

"زموږ ټول لوړ انساني خويونه او اقدار ارزښتونه که څوک په يوه نامه يا په بل نامه خرابوي پر دې به ټينګ ولاړ يو او د نن ورځې په مناسبت به يې د ساتلو هوډ کوو او وده به ورکوو، موږ نه له چا سره بد کول غواړو او نه د چا له مذهب، رنګ، فکره د ژبې په اساس کرکه کوو، خو زموږ ارزښتونو او کلتور ته به هم څوک په حقارت نه ګوري."

د يادونې وړ ده چې په پاکستان کې سينديان، بلوڅان او پنجابيان هم په کال کې يوه ورځ د خپل کلتور د ورځې په توګه لمانځي، خو د پښتنو د کلتور ورځ لا له کوټې او شاوخوا سيمو پرته په ټول پښتني وطن کې نه لمانځل کېږي، هيله ده چې په راتلونکيو کلونو کې يې لمانځل نورو پښتني سيمو ته هم وغزېږي.

رپوټ: بارکوال مياخېل

XS
SM
MD
LG