د لاسرسي لېنکونه

د یمن ولسمشر عبد ربه منصور هادي‎‎ ایران تورن کړی دی چې د حوثي یاغیانو په ملاتړ یې ددې هېواد د خونړي کړکېچ د سوله ییز هواري مخه ډب کړی ده.

منصور هادي د جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ ته په وینا کې وویل موږ به یمن د ایران له منګولو وباسو، موږ به د خپلې خاورې پر هره لویشت د یمن بیرغ ودروو.

نوموړي زیاته کړه ایران په خپلو لاسوهنو او ګڼو اعمالو زموږ د ټولو اقداماتو په وړاندې خنډ جوړ کړی دی.

د یمن په روانه خونړۍ کورنۍ جګړه کې حوثي یاغیان چې ایران یې ملاتړ کوي د عبد ربه منصور د حکومت د ځواکونو خلاف جنګېږي.

له منصور سره تر ډېره سعودي عربستان مرسته کوي.

په یمن کې له القاعده سره تړلې وسله وال بیا د دواړو خواوو خلاف جګړه کوي.

له هغې راهیسې چې د هادي د حکومت ځواکونو د حوثي یاغیانو څخه د هېواد د بېرته نیولو پوځي کمپاین پیل کړی، تر شپږ زرو زیات کسان چې ډېر یې ولسي وګړي دي په دې هېواد کې وژل شوي.

د یمن د کړکېچ د هواري لپاره د ملګرو ملتونو په مشرۍ خبرې اترې تېره میاشت له کوم پرمختګ پرته پای ته ورسېدې او په دې هېواد کې د اپریل د میاشتې اوربند هم مات شو.

XS
SM
MD
LG