د لاسرسي لېنکونه

د جرمني پوځ د افغانستان د موبایل ټلیفون د یوې خصوصي کمپنۍ سیستم هک کړی و، څو په دې هېواد کې د یوې برمته شوي مرستندویه کارکونکي په خوشې کولو کې مرسته وکړي.

په دې اړه د شپیګل جرمنۍ اونیزې د جمعې په ورځ خبر ورکړی.

د اسوشیتید پریس خبري اژانس وايي چې د جرمني د دفاع وزارت ویاند ددې خبر له تایید ډه ډه کړې.

د شپیګل مجلې راپور ورکړی چې د جرمني د پوځ د کمپویټرې شبکې ډلې، د ۲۰۱۵ میلادي کال په مني کې خپل دا لومړنی اینټرنیټي برید ترسره کړی دی.

مجلې د هغه ټلیفونې شبکې نوم نه دی یاد کړی چې جرمني ځواکونو هک کړې خو وايي، دې برید د تښتول شوې جرمنۍ مرستندویه کارکونکې د ځای معلومولو کې مرسته کړې چې وروسته خوشې شوه.

د جرمني د دفاع وزارت ویاند ویلي، د جرمني د پارلمان هغو غړیو ته به چې امنیتي مسلې څېړې ټول اړوند معلومات ورکړل شي.

XS
SM
MD
LG