د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۳

لیرکي: د سوریې حلب ښار ته د مرستې رسولو هڅې روانې دي


ملګري ملتونه وايي، د سوریې په حلب ښار کې د محاصره شویو لسګونه زره کسانو لپاره د بشري مرستو نه رسېدل یو ناورین دی.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د ادارې ویاند وویل، دوی اوس د حلب ختیځ ته د مرستندویه کاروانونو د رسولو پر نورو لارو غور کوي.

په داسې حال کې چې په حلب ښار کې د سوري او روسي ځواکونو د یاغیانو پر اهدافو تازه بمبارۍ کړي، ملګري ملتونه وايي، د حلب ختیځ ته د هغو مرستو د رسولو لپاره په نورو لارو غور کوي چې ورته سخته اړتیا ده.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د ادارې ویاند جینز لیرکي په دې اړه په جینوا کې خبریالانو ته وویل:

"موږ د حلب ختیځ ته د مرستو د یو کاروان د استولو د لارو پر لټولو غور کوو."

جینز لیرکي وویل، د حلب په ختیځ کې ۲۵۰ زرو اوسېدونکو ته چې د یاغیانو تر ولکې لاندې سیمه کې دي او روسیې او د سوریې د حکومت تر بمبارۍ لاندې دې د بشري مرستو نه رسېدل یوه تراژیدي ده.

لیرکي:موږ د حلب ختیځ ته د مرستو د یو کاروان د استولو د لارو پر لټولو غور کوو.
لیرکي:موږ د حلب ختیځ ته د مرستو د یو کاروان د استولو د لارو پر لټولو غور کوو.

هغه زیاته کړه:

"دا ډېر زیاته مهمه ده، موږ به ددې لپاره خپلو غوښتنو ته دوام ورکړو، څو موږ په سوریه کې هر اړ کس ته، خوندي، پایداره،بې شرطه او ازادانه لاره ومومو، نه یوازې هغه نږدې پنځه نیم میلیونو سوریايي وګړو ته چې په محاصره ښارونو کې دي او رسېدل ورته ستونزمن دي."

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو ادارې هیله لرله چې خپلې بشري مرستې به د ترکیې څخه د کستیلو له لارې د حلب ختیځ ته ورسوي، خو دا لاره ددې کال د جولای د میاشتې راهیسې په محاصره کې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د ادارې په وینا اوس دوی د دمشق له اوږدې لارې څخه حلب ته د مرستو د رسولو پر امکان غور کوي چې دغلته هم د مرستو د کاروانونو تګ راتګ په امنیتي وضعیت پورې تړلی دی.

د ملګرو ملتونو سازمان هیله لرله چې د روسیې او امریکا ترمنځ په سوریه کې د اوربند له موافقې سره به لږ تر لږه د کستیلو لاره پرانیستل شي او د مرستندویه کاروانونو خوندیتوب به باوري شي، خو دا لاره هسې چې یې اټکل کېده خوندي نه شوه.

د سوریې حکومت په دې وروستیو کې اعلان کړی چې د حلب د ښار د بشپړې نیونې لپاره عملیات پیلوي او په دې لړ کې د جمعې په ورځ روسي او د سوریې د حکومت هوايي ځواکونو پر دې لویه لاره ځینې سیمې بمبار کړي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د ادارې ویاند په جینوا کې خبریالانو ته وویل، هغه څه چې په حلب کې روان دي ښه وضعیت نه دی.

دا مهال د خوراکي موادو څلوېښت لارۍ په ترکیه کې په تمه ده چې د وضعیت د ښه کېدو سره سوریې ته واوړي او په حلب کې محاصره شوي خلکو ته مرستې ورسوي.

XS
SM
MD
LG