د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۴

د امریکا کارولینا کې تر نا ارامیو وروسته ګرځبندیز لګېدلی


د امریکا متحده ایالتونو د شمالي کارولینا په شارلوټ ښار کې د نا ارامیو په درېیمه شپه ګرځبندیز لګېدلی دی.

له دې سره سره سلګونه کسان د یوه تورپوستي د وژل کېدو په خاطر د اعتراض په بڼه په واټونو کې پاتې دي.

۴۳ کلن تورپوستی امریکايي کیټ سکاټ د سې شنبې په ورځ د پولیسو له خوا په ډزو وژل شوی دی.

که څه هم د شمالي کارولینا په شارلوټ کې ګرځبندیز لګېدلی دی، خو لا هم سلګونه کسان د پولیسو له خوا د یوه تورپوستي د وژنې په غبرګون په سړکونو پاتې دي.

د ۴۳ کلن تورپوستي امریکايي کیټ سکاټ وژنې له چهارشنبې راهیسې د پولیسو او مظاهره چیانو تر منځ نښتې زیاتې کړي دي.

د شارلوټ ښاروال ویلي ګرځبندیز د نښتو او لانجو په درېیمه شپه د شپې له دولس نیمو پیل او د سهار تر شپږنیمو بجو دوام کوي.

پولیس وايي، کیټ سکاټ چې د یوه پولیس له خوا وژل شوی دی د هغوی خبرداریو ته یې پام نه و کړی.

خو د کیټ سکاټ کورنۍ ویلي چې هغه وسله نه بلکې یو کتاب له ځانه سره لېږداوه.

د سکاټ تر وژل کېدو وروسته د شمالي کارولینا والي پټ مک کروری بېړنی حالت اعلان کړ او ملي ګارډ یې موظفه کړ څو د نظم د بیا راوستلو لپاره هڅه وکړي.

د امریکا پولیس
د امریکا پولیس

د پولیسو او مظاهره چیانو تر منځ لانجې وروسته له هغه په نښتو او تاوتریخوالي بدل شوې مظاهره چیانو د پولیسو په لور ډبرې وویشتې.

په ډزو کې یو سړی سخت ټپي او بیا په روغتون کې مړ شو او همداراز شپاړس پولیس افسران ټپیان شول.

په لوړپوړو امریکايي چارواکو سربېره د امریکا د جمهوري ریاست د انتخاباتو کاندید ډونالډ ټرامپ هم د کیت سکاټ وژنه غندلې او له مظاهره چیانو یې غوښتي څو له تاوتریخوالي لاس واخلي.
ټرامپ د پنجشنبې په ورځ په پنسلوانیا کې په یوه کمپاین کې وویل چې د تورپوستو او سپین پوستو تر منځ د همغږۍ نشتوالي د دې لامل شوې څو داسې پېښې رامنځته شي:

"د دې تاوتریخجنو مظاهرو اصلي قربانیان یوازې تورپوستي امریکایان دي چې له قانون اطاعت کوي، په دې سیمو کې ژوند کوي او یوازې غواړي چې خپل اولادونه په سوله ییزه فضا کې لوی کړي."

ښاغلي ټرامپ زیاته کړه چې اړتیا ده څو د تورپوستو او سپین پوستو تر منځ نژادي یووالی رامنځته شي.
اخوا د جمهوري ریاست د انتخاباتو ډیموکراټې کاندیدې هیلري کلنټن په فلوریدا کې وویل چې د شارلوټ پېښې په هغه لیسټ یو بل نوم ور زیات کړ چې تورپوستي د پولیسو له خوا وژل شوي دي او دا کار باید بند شي.

صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG