د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۷

د امریکا کانګریس ایران ته د نغدو پيسو نه ورکولو مسوده تصویب کړه


د امریکا متحده ایالتونو کانګریس ایران ته د نغدو پیسو د نه ورکولو مسوده تصویب کړه.

د کانګریس غړیو د متحده ایالتونو اوسنۍ اداره په تېر وخت کې ایران ته د نغدو پيسو په ورکولو تورنه کړه او ټینګار یې وکړ چې ایران ته د هر ډول نغدو پیسو ورکول له تروریزم نه د ملاتړ په معنی ده.

ایران ته د امریکا متحده ایالتونو له خوا د نغدو پیسو د نه ورکولو مسوده تېره ورځ د ۲۵۴ مثبتو رایو په ورکولو سره د کانګریس له خوا تصویب شوه.

د کانګریس جمهوري غوښتونکو غړیو تر ټولو زیات د دې مسودې ملاتړ وکړ چې په نتیجه کې یې ایران ته د نغدو پیسو ورکړه بندوي.

جمهوري غوښتونکو استازیو ټینګار درلود چې ایران ته د پيسو ورکول په حقیقت کې له تروریزم نه د ملاتړي دولت سره مرسته ده.

جمهوري غوښتونکي استازي براډلي براین وویل ایران په دغو پیسو په عراق،پاکستان او افغانستان کې افراطي ډلې تقویه کوي.

هغه زیاته کړه:

"ایران ته د پیسو په ورکولو سره امریکا متحده ایالتونه په نړۍ کې د تروریزم تر ټولو غټ ملاتړي دولت سره مرسته کوي، ایران خپلې پيسې او سرچینې په عراق، پاکستان او افغانستان کې د حزب الله، حماس او نورو افراطي تروریستي ډلو په ملاتړ لګوي."

بل جمهوري غوښتونکي استازي ډارین لاهود وویل امریکا د تروریزم ملاتړي دولت ته پیسې نه شي ورکولای.

هغه زیاته کړه:

"نن زموږ مجلس دا اقدام کوي چې دا پروسه ختمه کړي، ۵۳۹۱ قانوني مصوبه ایران ته له قید او شرط پرته د هر ډول نغدو پیسو د ورکولو مخه نیسي، امریکا داسې نه شي کولای چې د تروریزم یو حامي دولت ته پیسې ورکړي."

اسوشیټیډ پریس خبري اژانس بیا په یوه راپور کې د ولسمشر اوباما د ادارې په حواله لیکلي چې دا مسوده به ویټو کړي او د کانګریس دا کار یوې ستونزې ته ناسم ځواب دی.

سږ کال په جنوري کې امریکا ۴۰۰ میلیونه ډالره ایران ته ورکړل چې بیا وروسته معلومه شوه د ځینو امریکایانو د خوشې کولو په بدل کې یې ورکړي دي.

په ایران باندې د نړیوالې ټولنې د بندیزونو تر رفع کېدو وروسته د دغه هېواد یو اعشاریه اوو میلیارده ډالره کنګل شوې پیسې هم بېرته ورکړل شوې.

که څه هم ایراني چارواکو د امریکا د کانګریس د دغه اقدام په اړه تر اوسه کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو د ایران ولسمشر حسن روحاني تېره ورځ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې ته وویل چې امریکا د اټمي موافقې په عملي کولو کې لویې تېروتنې کړي دي.

روحاني: امریکا د اټمي موافقې په عملي کولو کې لویې تېروتنې کړي دي.
روحاني: امریکا د اټمي موافقې په عملي کولو کې لویې تېروتنې کړي دي.

هغه زیاته کړه:

"په تېرو څو میاشتو کې د عمل د ګډې تګلارې په اجرا کې ځنډ یوه اساسي تېروتنه ده چې باید ژر تر ژره جبران شي، متاسفانه دا ډول اقدامات بې مخینه نه دي او وروستۍ بېلګه یې هم د امریکا د سترې محکمې له خوا د هغه فرمان تاییدول و چې د ایرانیانو میلیاردونه ډالرو ته یې د امریکا د لاسرسي زمینه برابره کړه."

د ایران ولسمشر همداراز وویل چې له یادې موافقې سرغړاوی به په نړیواله کچه د امریکا اعتبار زیانمن کړي.

د امریکا کانګریس په داسې حال کې ایران ته د نغدو پیسو د نه ورکولو مسوده تصویب کړه چې اروپايي ټولنې د اټمي موافقې د مقررو د عملي کولو لپاره ایران ستایلی دی او معلومه نه ده چې د امریکا د کانګریس وروستی اقدام به څه غبرګونونه وپاروي.

صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG